اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د سندھ طاس تړون په اړه نړيوال سېمينار د نهې په ورځ په پايه تخت اسلام آباد كښې په جناح كنونشن سنټر كښې پېل شوے٬ د سندھ طاس تړون په اهميت٬ د آبي وسائلو په تحفظ او د سيمې ايزې مرستې په اړه په نړيوال سېمينار كښې وفاقي وزيران٬ سياسي مشران٬ پوهان او اړوند چارواكي ګډون كوي٬ د سيمينار پرانستې سېشن ته به …
د سندھ طاس تړون په اړه نړيوال سېمينار په اسلام آباد كښې پېل شو

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د سندھ طاس تړون په اړه نړيوال سېمينار د نهې په ورځ په پايه تخت اسلام آباد كښې په جناح كنونشن سنټر كښې پېل شوے٬ د سندھ طاس تړون په اهميت٬ د آبي وسائلو په تحفظ او د سيمې ايزې مرستې په اړه په نړيوال سېمينار كښې وفاقي وزيران٬ سياسي مشران٬ پوهان او اړوند چارواكي ګډون كوي٬ د سيمينار پرانستې سېشن ته به د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وېنا كوي٬ وړومبي سېشن ته به د بلاول بھټو زرداري کليدي وينا كوي او سندھ طاس تړون لپاره د پاكستان كمشنر سيد مهر علي شاه به هم د خيالاتو څرګندونه كوي٬ د سېشن پائې كښې به پخوانې وفاقي وزير خرم دستګير خان وېنا كوي دغسې دوېم سېشن كښې ته به ډاکټر مصدق ملك کليدي وېنا كوي او د نېشنل ډيفنس يونيورسټۍ پخوانې صدر ليفټيننټ جنرال (ر) عامر رياض هم وېنا كوي۔ دغسې د سېشن په پائې كښې به پخوانې خارجه وزيره حنا رباني کھر هم وېنا كوي۔ د سيمينار د پائې سېشن خاص مېلمه به نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وي او دوي به سېشن ته وېنا هم كوي٬ په سيمينار كښې به د سندھ طاس تړون٬ د اوبو د وسائلو موثره انتظام٬ د ماحولياتي بدلون اثرات او په منطقه كښې د آبي مرستې په اړه په بېلو اړخونو به تفصيلي خبرې كېږي۔











