پېنډۍ 29 جون (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي پاکستان ريلوے كښې د اصلاحاتو عمل روان دے او د ادارې ډيجيټلائزيشن بشپړوٶ٬ د ريلوے په تاريخ كښې د 115 اربه روپو ريونيو هدف سر كړے شو او تر 6مې جولائي به د موجوده ريونيو هدف هم بشپړ كړے شي٬ د اېم اېل ون د روهړي نه تر كراچۍ پرانسته به ستمبر كښې كولې شي۔ د …
ريلوے د 115 اربه روپو د ريونيو هدف سر كړو٬ د اېم اېل ون پرانسته په ستمبر كښې امكان لري۔ وفاقي وزير حنيف عباسي
پېنډۍ 29 جون (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي پاکستان ريلوے كښې د اصلاحاتو عمل روان دے او د ادارې ډيجيټلائزيشن بشپړوٶ٬ د ريلوے په تاريخ كښې د 115 اربه روپو ريونيو هدف سر كړے شو او تر 6مې جولائي به د موجوده ريونيو هدف هم بشپړ كړے شي٬ د اېم اېل ون د روهړي نه تر كراچۍ پرانسته به ستمبر كښې كولې شي۔ د پېنډۍ ريلوے په لوکو شيډ كښې نوي جوړ كړے شوي ګارډ او د ډرائيور رننګ رومز مرستې په موقع ده ميډيا ته ووئيل د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ له مخې د رېلوے سکولونه او روغتونونو آٶټ سورس كوٶ او په بېلو څانګو كښې د رائټ سائزنګ عمل هم روان دے











