مانسهره 29 جون (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقی وزیر سردار محمد یوسف وئيلي دي اسلام د امن،ميني ،ورورولۍ او روادارۍ دين دے كوم چې په هر حال كښې د صلحې،صفائۍ او اتفاق و اتحاد سره د ژوند كولو تلقین وركوي۔ده ووئيل د دوو مخالفو ډلو ترمينځه صلح کول نه يواځې يو عظیم سماجي خدمت دے بلکه د لوي اجر و ثواب عمل هم دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده …
اسلام د امن،ميني ،ورورولۍ او روادارۍ دين دے۔وفاقی وزیر

مزید خبریں
مانسهره 29 جون (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقی وزیر سردار محمد یوسف وئيلي دي اسلام د امن،ميني ،ورورولۍ او روادارۍ دين دے كوم چې په هر حال كښې د صلحې،صفائۍ او اتفاق و اتحاد سره د ژوند كولو تلقین وركوي۔ده ووئيل د دوو مخالفو ډلو ترمينځه صلح کول نه يواځې يو عظیم سماجي خدمت دے بلکه د لوي اجر و ثواب عمل هم دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده خپل كور كښې د وادی سرن اچھړیاں ترکنال سيمي او دھړیال مشرانو بشمول د ځائې مشرانو يوې لوئې جرګې ته وينا كښې وكړه ٬ كومه چې د لاري په شخړه د دوو ډلو ترمينځه د څو كلونو راهسې ج روانې دښمنۍ ختمولو لپاره شوې وه۔ سردار محمد یوسف ووئيل ټولنه كښې امن و استحکام لپاره اختلافات د خبرو اترو٬ زغم او جرګې په شان د روایتي و موثر نظام د لارې حل كول د وخت مهم حاجت دے۔ده ووئيل د ذاتی ګټې نه ځانله اجتماعی ښېګرې ته پام لرنه كول د يوې امناكې او قوي ټولني بنیاد دے۔ده د دواړو ډلو او د جرګې مشرانو هڅي ستائيلو سره ووئيل د صلحې و جوړې سره نه يواځې پخوانۍ شخړه خپل منطقی انجام ته ورسيده بلكه سيمه كښې د امن،ورورولۍ او يووالي ودي له نوي لاره جوړه شوه۔ده هيله څرګنده كړه چې ډلي به سباؤن كښې هم د ميني،احترام او شريك باور سره په ګډه ژوند وكړي او دا مصالحت به په مستقل بنیادونو قائم اوساتي۔










