اسلام آباد۔29جون (اے پي پي ) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق وئېلي دي پارلیمان د كوم هم جمهوري هېواد بنیادی ستن او د اولسي هيلو حقیقي ترجمان وي، د پارلیمان بر لاسے د جمهوري نظام د استحکام، په آئین د عملدرآمد، د قانون واكمنۍ او د اولس د باور ضامن دے ، يو فعاله، پاك او مؤثر پارلیمان بس د اولس د مسائلو د تل پاتي حل او …
پاکستان به منطقه كښې د امن ودې لپاره خپل ګتور کردار دوامداره ساتي٬ د پارلیماني جمهوری هېواد بنیادی ستن، د اولسي هيلو حقیقي ترجماني وي، د قامي اسمبلۍ سپيكر
اسلام آباد۔29جون (اے پي پي ) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق وئېلي دي پارلیمان د كوم هم جمهوري هېواد بنیادی ستن او د اولسي هيلو حقیقي ترجمان وي، د پارلیمان بر لاسے د جمهوري نظام د استحکام، په آئین د عملدرآمد، د قانون واكمنۍ او د اولس د باور ضامن دے ، يو فعاله، پاك او مؤثر پارلیمان بس د اولس د مسائلو د تل پاتي حل او د قامي ترقۍ بنیاد اېږدي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د نړيوالې پارلیمټیرین ورځې په موقع وكړه كومه چې هر كال په 30 جون د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې په ټوله نړۍ كښې نمانځلې شي ۔سپیکر ووئېل د پاکستان قامي اسمبلي د جمهوري اقدارو ، د آئین بر لاسي ، پاكې قانون سازۍ او د مؤثر احتساب ودې لپاره خپلو آئیني ذمه وارو تر سره كولو كښې فعاله کردار ادا کوي ۔ ده ووئېل د قانون سازۍ مقصد يوازې د قوانین منظوري نه بلکې يو داسې جامع، مؤثر او اولس دوسته قانوني نظام تشکیلول دي كوم چې د اولس ښېګړې، سماجي انصاف، معاشي ترقۍ او قامي يو والي ته وده وركړي ۔ ده ووئېل قامي اسمبلۍ كښې د قانون سازۍ عمل لا مؤثره، پاك او د نتیجې وركونكے جوړولو لپاره د پارلیماني کمیټيو کردار لا مضبوطوو۔ ده ووئېل جدید ټیکنالوجي، تحقیق، ډیجیټل نظام او د پارلیمان د كار استعدادِ زياتولو د لارې د قانون سازۍ معیار لا ښه كولو ته پام لرنه كېږي












