اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي سندھ كښې د پوليو وائرس د خاتمې هلو ځلو په مهال مهم پېشرفت رامخې ته شوے او د اوسنيو ماحولياتي نمونو نتيجې د ډاډ وړ دي۔ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په صوبه كښې ترلاسه 29 ماحولياتي نمونو كښې د 28 نمونو رپورټ منفي راغلے دے كوم چې د اګست …
سندھ كښې د پوليو وائرس د خاتمې هلو ځلو په مهال مهم پېشرفت رامخې ته شوے۔ د صحت وفاقي وزير
اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي سندھ كښې د پوليو وائرس د خاتمې هلو ځلو په مهال مهم پېشرفت رامخې ته شوے او د اوسنيو ماحولياتي نمونو نتيجې د ډاډ وړ دي۔ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په صوبه كښې ترلاسه 29 ماحولياتي نمونو كښې د 28 نمونو رپورټ منفي راغلے دے كوم چې د اګست كال 2023 نه وروستو د منفي ماحولياتي نمونو لويه شمېره ده۔ د صحت وزير له مخې په کراچۍ ډويژن كښې د پوليو وائرس په ګردش كښې كمے رامخې ته شوے چرته چې په 12 كښې د 11 نمونو په وړومبي ځل منفي رپورټ رامخې ته شوے دے٬ دغسې د سندھ په نورو ويژنونو كښې 17 ماحولياتي نمونې هم منفي راغلې دي كوم چې د پوليو مخنيوي اقدامات د موثره تګلارې واضحه ثبوت دے ۔ ده ووئيل د پوليو وائرس بشپړه خاتمې لپاره حكومت ټول ترلاسه وسائل كاروي او د وفاقي و صوبائي ادارو، شراکت داره تنظيمونو او نورو همكارانو په مرسته جامع اقدامات كېږي۔ د روغتيا وزير ووئيل په كال 2026 كښې د پوليو مخنيوي دوه قامي او يو ذيلي كمپائن په كاميابۍ سره تر سېره شوي او په جولائي كښې به په كراچۍ كښې د پوليو مخنيوي خاص كمپائن هم چلولې شي دغسې چې د پاتې وائرس بشپړه خاتمه باوري كړې شي ۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې پوليو فري پاکستان ته حکومت وړومبۍ پیام لرنه كوي او هر ماشوم د دې رنځ نه ساتلو لپاره به اقدامات روان ساتلې شي












