وزيراعظم شهباز شريف د چورلكې په پېښه كښې د سعودي عرب د 14 وګړو په مړينه د غمرازي څرګندونه وكړه

اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب په ختيزه ساحلی راس تنوره سيمه كښې د چورلكې په رامخې ته شوې پېښه كښې د 14 وګړو په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ د ګل په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف خپل اېكس پېغام كښې ووئيل زه د پاكستان اولس او حكومت لخوا دخادمِ الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود، …

اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب په ختيزه ساحلی راس تنوره سيمه كښې د چورلكې په رامخې ته شوې پېښه كښې د 14 وګړو په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ د ګل په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف خپل اېكس پېغام كښې ووئيل زه د پاكستان اولس او حكومت لخوا دخادمِ الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود، ولي عهد و وزيرِاعظم  شهزاده محمد بن سلمان، د حق رسېدليو كورنيو او د ورور سعودي اولس سره د زړه د کومي غمرازي كوم۔ وزيراعظم ووئيل د غم په دې ګړۍ كښې پاكستان د سعودي خپلو وروڼو  سره د بشپړه يووالي او خواخوږۍ څرګندونه كوي۔

مزید خبریں