د اسحاق ډار سعودي خارجه وزير سره ټېلېفوني تماس ، د چورلكې په پېښه غمرازي

اسلام آباد۔28جون  (اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان آل سعود سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه سره يۍ د وزیرِ اعظم شهباز شریف  ،چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر او پاكستاني اولس لخوا سعودي عربستان كښې د چورلكې په پېښه كښې د 14 قيمتي ځانونو په ضائع كېدو د زړه له كومي غمرازي …

اسلام آباد۔28جون  (اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان آل سعود سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه سره يۍ د وزیرِ اعظم شهباز شریف  ،چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر او پاكستاني اولس لخوا سعودي عربستان كښې د چورلكې په پېښه كښې د 14 قيمتي ځانونو په ضائع كېدو د زړه له كومي غمرازي څرګنده كړه۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري  شوي بيان له مخې سعودي خارجه وزير د نائب وزير اعظم مننه وكړه او د ده د ورورولۍ جذبه يۍ وستائله۔ دواړو لارښودو په منطقه كښی په روان پېشرفت د خيالاتو خرګڼدونه كولو سره په رامخې ته شوې وضعه ژوره اندېښنه ښكاره كړه۔ نائب وزیرِ اعظم د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان به منطقه كښې امن په ځائې كولو له خپل كردار ترسره كوي۔ شهزادہ فیصل ووئيل زه په مناسبه نېټه زر تر زره د پاكستان دورې كولو اراده لرم كومه چې نائب وزيراعظم خوشبينه ګرځولو سره هيله ولرله چې دې دورې ته به زر تر زره عملي شكل وركړے شي۔