اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) كراچۍ كښې په ترهګر بريد كښې د پاكستان رېنجرز (سندھ) شهيد شوو ځوانانو د جنازې لمونځ ادا كړے شو۔ د جنازې لمونځ كښې داخله وزير ، د سندھ ګورنر ، وزیراعلیٰ ، ډی جی رېنجرز، د شهيدانو خپلوانو او سینئر سول وعسکری چارواكو ګډون وكړو۔ ګډون كوونكو د شهيدانو سترې قربانۍ ته پېرزوئنې وړاندې كړې او غمجنيو كورنيو سره يۍ غمرازي وكړه۔ داخله وزير محسن نقوي …
كراچۍ – ترهګر بريد كښې د شهيد شوو ځوانانو د جنازې لمونځ ادا كړے شو
اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) كراچۍ كښې په ترهګر بريد كښې د پاكستان رېنجرز (سندھ) شهيد شوو ځوانانو د جنازې لمونځ ادا كړے شو۔ د جنازې لمونځ كښې داخله وزير ، د سندھ ګورنر ، وزیراعلیٰ ، ډی جی رېنجرز، د شهيدانو خپلوانو او سینئر سول وعسکری چارواكو ګډون وكړو۔ ګډون كوونكو د شهيدانو سترې قربانۍ ته پېرزوئنې وړاندې كړې او غمجنيو كورنيو سره يۍ غمرازي وكړه۔ داخله وزير محسن نقوي ووئيل د ترهګرۍ پېښه د افسوس وړ ده د كومې به چې حساب اغستلې شي۔ د سندھ ګورنر نهال هاشمي ووئيل مونږ د ترهګر بشپړه غندنه كوو او ددې ختمولو له به هڅې روانې ساتو۔ ده زياته كړه چې هندي سپانسرډ ترهګري به كله هم زغملې نه شي او ددې نوغې تر ويستلو به مونږ ته آرام رانشي۔ د سندھ اعلی وزير ووئيل ترهګر په خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كولو سره د رېنجرز مېړنو ځوانانو د شهادت درناوې ترلاسه كړو۔ مونږ دوئي ته سلام كوو۔ له جنازې وروستو د شهيدانو جسدونه خپلو خپلو سيمو ته روان كړې شول چرته به چې بشپړ پوځي اعزاز سره خاورو ته سپارلې شي۔ وروستو وفاقي وزير محسن نقوی ګورنر سره د هغې ځاې دوره وكړه چرته چې ترهګر بريد شوے و










