اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د خارجه چارو او سلامتيا پالېسۍ لپاره د اروپائي ائتلاف اعلی استازې کایا کالاس سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو په منطقه كښې تندۍ سره د بدلېدونكې وضعې جاج واغست۔ كایا کالاس د اسلام آباد مفاهمتی یادښت په بشپړ كېدو كښې د پاكستان مخلصانه …
د خارجه وزير اسحاق ډار د اروپائي ائتلاف اعلی استازې كايا كالاس سره ټېلېفوني تماس ، منطقه كښې تندۍ سره په بدلېدونكې وضعه خبرې
اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د خارجه چارو او سلامتيا پالېسۍ لپاره د اروپائي ائتلاف اعلی استازې کایا کالاس سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو په منطقه كښې تندۍ سره د بدلېدونكې وضعې جاج واغست۔ كایا کالاس د اسلام آباد مفاهمتی یادښت په بشپړ كېدو كښې د پاكستان مخلصانه سفارتي هڅې وستائلې بياهم د جنګ بندۍ په اوسنيو خلاف ورزيو ژوره اندېښنه ښكاره كولو سره يۍ په دې خبره زور راوړو چې د ټولو اړخونو ترمينځه د رابطې او خبرو اترو ذريعې بايد پرانستې وساتلې شي۔ نائب وزیرِ اعظم اعلیٰ استازې منځني ختيز كښې امن او استحكام لپاره د يو بشپړ فرېم ورك تشكيلولو حوالې سره د پاكستان پرله بسې سفارتي هڅو څخه خبر كړه۔ دوئي په دې خبره هم زور راوړو چې ټول اړخونه دې د جنګ بندۍ لوظنامې احترام وكړي۔ دوئي يو بل سره نزدې رابطه كښې په پاتې كېدو اتفاق هم وكړو۔










