اسلام آباد۔28جون (اے پی پی) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په کراچۍ کښې د پاکستان رېنجرز سندھ په کېمپ د هندي نیابتي ترهګرو برید په کلکه غندلې دې۔ د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د هیواد هغو دریو فرزاندانو ته درناوې وړاندې کړو كومو چې خوارجیانو سره په زړورتیا د مبارزې په مهال خپل ځانونه قرباني کړل۔ ده ووئيل د پاکستان رېنجرز سندھ زړورو سرتېرو په وخت او …
د وفاقي وزير محسن نقوي د پاكستان رېنجرز سندھ په كېمپ د هندي پراكسي ترهګرو بريد غندنه
اسلام آباد۔28جون (اے پی پی) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په کراچۍ کښې د پاکستان رېنجرز سندھ په کېمپ د هندي نیابتي ترهګرو برید په کلکه غندلې دې۔ د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د هیواد هغو دریو فرزاندانو ته درناوې وړاندې کړو كومو چې خوارجیانو سره په زړورتیا د مبارزې په مهال خپل ځانونه قرباني کړل۔ ده ووئيل د پاکستان رېنجرز سندھ زړورو سرتېرو په وخت او مؤثره اقدام وکړو او درې هندي نیابتي ترهګر وژلو سره يۍ د هغوي ناوړه پلانونه شنډ کړل۔ د کورنیو چارو وزیر وویل چې هغه زړور فرزندان كومو چې د برید د ناکامولو په مهال ځانونه قرباني کړل د ټول ملت اتلان دي۔ د شهیدانو لویې قربانۍ به تل یاد ساتلې شي۔ د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د شهیدانو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه او ټپیانو له يۍ د زر روغتيا دعا وكړه۔










