اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په كراچۍ كښې د رېنجرز په كېمپ آفس د ترسره شوي ترهګر بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره دا يو بزدلانه او د كركې وړ كارروائي ګرځولې ده۔ د سېنېټ سېکرټرېټ لخوا د اتوار په ورځ جاري شوي بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د هېواد امن او استحكام ته د زيان رسولو هره ناوړه هڅه به ناكامه …
د سيد يوسف رضا ګيلاني كراچۍ كښې په رېنجرز كېمپ د بريد سخته غندنه
اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په كراچۍ كښې د رېنجرز په كېمپ آفس د ترسره شوي ترهګر بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره دا يو بزدلانه او د كركې وړ كارروائي ګرځولې ده۔ د سېنېټ سېکرټرېټ لخوا د اتوار په ورځ جاري شوي بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د هېواد امن او استحكام ته د زيان رسولو هره ناوړه هڅه به ناكامه كولې شي۔ سید یوسف رضا ګیلانی په بريد كښې شهيد شوو لپاره د لوړو درجو ٬ غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم او ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن ددے عزم پخلے وكړو چې د ترهګرۍ ناسور تر بشپړه خاتمې او د پاكستان د امن او سلامتيا تحفظ له به په قامي كډه ګډې هڅې بشپړ قوت او عزم روانې ساتلې شي۔










