پېنډۍ ۔28جون(اے پی پی) آئی اېس پی آر وئيلي دي په 27 جون 2026 كراچۍ كښې د پاكستان رېنجرز (سندھ) په كېمپ هندي پراکسی جماعت الاحرار سره د تعلق لرونكو خوارجو لخوا يو بزدلانه بريد وكړے شو ، بريد كوونكو په مېن ګېټ چاؤدنې څخه وروستو د حفاظتي حصار د خلاف ورزۍ كولو هڅه وكړه بياهم د رېنجرز ډلو فوري او پرعزم ځواب سره د دوئي ناوړه عزائم ناكامه كړې …
د پاكستان رېنجرز (سندھ) په كېمپ هندي پراكسي جماعت الاحرار سره د تعلق لرونكو ترهګرو بزدلانه بريد ناكامه كړے شو ، 3 خوارج وژل شوي ، يو افغان وګړے ژوبل حالت كښې ګرفتار
پېنډۍ ۔28جون(اے پی پی) آئی اېس پی آر وئيلي دي په 27 جون 2026 كراچۍ كښې د پاكستان رېنجرز (سندھ) په كېمپ هندي پراکسی جماعت الاحرار سره د تعلق لرونكو خوارجو لخوا يو بزدلانه بريد وكړے شو ، بريد كوونكو په مېن ګېټ چاؤدنې څخه وروستو د حفاظتي حصار د خلاف ورزۍ كولو هڅه وكړه بياهم د رېنجرز ډلو فوري او پرعزم ځواب سره د دوئي ناوړه عزائم ناكامه كړې شول۔ د آئي اېس پي آر لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې بزدلانه ترهګر بريد ناكامه كړې شو ٬ درې خوارج ووژل شوو او يو خارجي كوم چې افغان وګړے دے په ژوبل حالت كښې ګرفتار كړے شو۔ د ډزو په تبادله كښې د د دې خاورې درې فرزاندانو قرباني وركړه او د خپل فرض ترسره كولو په مهال يۍ د شهادت درناوې ترلاسه كړو۔ په دې مهال 4 ځوانان ټپيان هم شول۔ په سيمه كښې د كوم هم بل هندوستان سپانسرډ خارجي ختمولو له د لټون عمليات روان دي۔ آئی اېس پی آر وئيلي دي چې د پاکستان امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو د وژن’’عزم استحکام‘‘ لاندې د ترهګرۍ مخنيوي مهم به د غېر ملكي اسپانسرډ ترھګرۍ خطر ختمولو له بشپړ سرعت سره روان وي۔ آئی ایس پی آر د دې عزم پخلے هم وكړو چې پاكستان به د خپلو ځوانانو د شهادت بدل اغستلو له په دې بريد كښې د ككړ كسانو خلاف انتقامي كارروايۍ كوي۔ چیف آف آرمی سټاف او کمانډر ډیفنس فورسز ، د مېړنو اهلكارو كورنيو سره غمرازي ښكاره كوي ، دا قربانۍ په هر قيمت د خپل قوم حفاظت لپاره زمونږ كوټلے عزم لا قوي كوي۔










