اسلام آباد۔28جون(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري کراچۍ کښې د پاکستان رېنجرز (سندھ) په کېمپ د هند پراكسي ډلې جماعت الاحرار لخوا د ترهګریز برید په کلکه غندنه کړې ده۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا په خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې صدر مملكت د پاکستان رېنجرز ځواکونو هغو دریو ځوانانو ته ٬ چې په دې برید کښې یې خپل ژوند له لاسه …
د صدر مملكت د پاكستان رېنجرز (سندھ) په كېمپ د ترهكر بريد غندنه
اسلام آباد۔28جون(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري کراچۍ کښې د پاکستان رېنجرز (سندھ) په کېمپ د هند پراكسي ډلې جماعت الاحرار لخوا د ترهګریز برید په کلکه غندنه کړې ده۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا په خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې صدر مملكت د پاکستان رېنجرز ځواکونو هغو دریو ځوانانو ته ٬ چې په دې برید کښې یې خپل ژوند له لاسه ورکړې او شهيدان شوي، درناوی وړاندې کړو او هغوي لپاره يۍ د لوړو درجو دعا وكړه۔ صدر مملكت ووئيل ملت به هیڅکله د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې د خپلو زړورو ځوانانو قربانۍ هېرې نه کړي۔








