اسلام آباد۔27جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د اسټېټ لائف انشورنس كارپورېشن چيئرمېن شعېب حسېن ملاقات وكړو۔ د خالي په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د اسټېټ لائف انشورنس کارپورېشن په مجموعي كاركردګۍ ، خصوصاً په خېبر پښتونخوا كښې د روغتيا په څانګه كښې په وركړې كېدونكو آسانيو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې …
ګورنر فېصل كريم سره د اسټېټ لائف انشورنس كارپورېشن چيئرمېن شعېب حسېن ملاقات
اسلام آباد۔27جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د اسټېټ لائف انشورنس كارپورېشن چيئرمېن شعېب حسېن ملاقات وكړو۔ د خالي په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د اسټېټ لائف انشورنس کارپورېشن په مجموعي كاركردګۍ ، خصوصاً په خېبر پښتونخوا كښې د روغتيا په څانګه كښې په وركړې كېدونكو آسانيو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د اسټېټ لائف د اولني اسلامي انشورنس تكافل څانګې د كاركردګۍ او اولس ته د وركړې كېدونكو خذماتو جاج واغستے شو۔ ګورنر هيله ښكاره كړه چې دا اداره به سباؤن كښې هم د صوبې اولس ته غوره او معيارۍ آسانۍ رسولو كښې خپل مؤثر كردار ترسره كوي











