پاکستان د ټولو پاتې مسئلو حل لپاره د خبرو اترو او سفارتكارۍ په پالیسۍ عمل كوي٬ وسله وال ځواکونه د بهرنۍ ملاتړ شوې ترهګرۍ لعنت له منځه وړلو هڅې کوي٬ ټول ملت د وسله والو ځواکونو تر څنګ ولاړ دے: وزيراعظم شهباز شريف

کراچۍ۔27جون  (اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف د هېواد خلاف د دښمن د ناپاكه عزائمو ناكامه كولو خپل مضبوط عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې پاکستان نن په نړۍ كښې د امن بېرغ پورته كوونكي هېواد كردار ترسره كوي ، د پاکستان د ثالثی هڅو په نتيجه كښې د امريكا او ايران ترميځه تاريخي اسلام آباد مفاهمتي يادښت لاس ليك شو ، دښمن زمونږ امن او استحكام ته …

کراچۍ۔27جون  (اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف د هېواد خلاف د دښمن د ناپاكه عزائمو ناكامه كولو خپل مضبوط عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې پاکستان نن په نړۍ كښې د امن بېرغ پورته كوونكي هېواد كردار ترسره كوي ، د پاکستان د ثالثی هڅو په نتيجه كښې د امريكا او ايران ترميځه تاريخي اسلام آباد مفاهمتي يادښت لاس ليك شو ، دښمن زمونږ امن او استحكام ته زيان رسولو لپاره بزدلانه چالونه او خپل پراكسي كاروي، وسله وال ځواكونه په غېر ملكي سرپرستۍ كښې د روانې ترهګرۍ لعنت ختمولو هڅې كوي ، ټول قام د خپلو وسله والو ځواكونو تر څنګ ولاړ دے، پاکستان د ټولو پاتې مسئلو د حل لپاره د خبرو اترو او سفارتكارۍ په پالیسۍ عمل كوي٬ د منطقې بدل شوې وضعې نړيوال معيشت او نړيوال سپلائي چېن لپاره د مېري ټائم سكيورټي اهميت د تېر وخت په مقابله كښې زيات په ډاګه كړې دې ، نن آزادانه بحری آمدورفت او د جهازرانۍ آزادي د ګردې نړۍ بنيادي ضرورت جوړ شوے دے ، حكومت د پاك بحريه لا مضبوط ٬ مؤثر او عصري دفاعي فورس جوړولو عزم لري۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ دلته پاکستان نېول اکېډمی پی اېن اېس رهبر كښې د 125 مډشپ مېن او 33م شارټ سروس کمېشن کورس پاسنګ آؤټ پرېډ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د دفاع وزير خواجه آصف، وفاقی وزیرِ عطاء تارړ، د سندھ ګورنر نهال هاشمی، وزیراعلی سید مراد علی شاہ ، د پاک بحریه مشر اېډ مرل نوید اشرف او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔ دستورې ته په راتللو وزيراعظم ته د پاک بحریه مشر هركلے ووے۔ په دې موقع وزيراعظمه ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو۔ وزیراعظم د پرېډ معائنه وكړه او د اعلی كاركردګۍ څرګندونه كوونكو كېډټس ته يۍ اعزازونه وركړل۔ مډ شپ مېن عمر مختار ته په مجموعي غوره كاركردګۍ اعزازي شمشير او آفیسر کېډټ حافظ اېم احمد منور چیف اف ډیفنس فورسز ګولډ مېډل وركړے شو۔ د اکېډمی ډرک مډ شپ مېن اعزاز هادی عباس خان ته وركړے شو۔ د شارټ سروس كورس آفيسر کېډټ الوېرا حمزہ ته کمانډټ ګولډ مېډل وركړے شو۔ په دستوره كښې كېډټ آفيسرز څخه پېشه ور څوګند واغستے شو او  د پاك بحريه چورلكو او بحري جهازونو سلامي وړاندې كړه۔ دستورې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل ټول پاس آؤټ شوو او اعزازونه ترلاسه كوونكو ته مباركي وركوم۔ وزیراعظم ووئيل په دې خوشحاله يم چې پاس آؤټ شوو كښې د ورونړوهېوادونو ترکیه، بحرېن، بنګله دېش، عراق، سری لنکا او جبوتی كېډټس هم شامل دي۔ وزیراعظم اكېډمۍ كښې د تربيې اعلی معيار په ځاې ساتلو او د مثالي ليډرشپ په باوري كولو د اکېډمۍ کمانډنټ ،فېکلټی او ټرېننګ سټاف ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم ووئيل زه په يوه داسې موقع اكېډمۍ كښې خطاب كوم كله چې په نړيواله كچه لويې بدلونونه رامخې ته كيږي كوم چې زمونږ ژوند اغېزمن كوي۔ ده ووئيل د پروردګار په فضل نه پاكستان ته دا درناوې ترلاسه دے چې هغه په نړۍ كښې د امن بېرغ پورته كوونكي هېواد كردار ترسره كوي۔ د پاکستان د ثالثی هڅو په نتيجه كښې د امريكا او ايران ترميځه تاريخي اسلام آباد مفاهمتي يادښت لاس ليك شو په كوم چې ماته هم د ثالث په توګه د لاس ليك كولو اعزاز ترلاسه دے۔ وزیراعظم امنپه ځاې كولو له د زياتو هڅو په كولو او فريقېن د امن و هم آهنګۍ لارې ته په راوستلو فيلډ مارشل سيد عاصم منېر ته پیرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم ووئيل د ايراني صدر ډاکټر مسعود پزشکیان د پاكستان اوسنۍ دورې څخه نه يوازې دا چې د پاكستان او ايران د ورورولۍ اړيكو عكاسي كيږي بلكې دا په منطقه كښې امن ته وده وركولو له د پاكستان د هڅو اعتراف هم دے۔ وزیراعظم ووئيل د منطقې بدل شوې وضعې نړيوال معيشت او نړيوال سپلائي چېن لپاره د مېري ټائم سكيورټي اهميت د تېر وخت په مقابله كښې زيات په ډاګه كړې دې ، نن آزادانه بحری آمدورفت او د جهازرانۍ آزادي د ګردې نړۍ بنيادي ضرورت جوړ شوے دے ، حكومت د پاك بحريه لا مضبوط ٬ مؤثر او عصري دفاعي فورس جوړولو عزم لري۔ ده ووئيل پاك بحريه په معركه حق ٬ آپرېشن بنيان مرصوص كښې د خپلو صلاحيتونو بشپړه څرګندونه كړې ده او د خپلو پولو تحفظ كولو سره يۍ د دښمن عزائم ناكامه كړي دي۔ ده كېډټس ته خطاب كښې ووئيل تاسو د پاك بحريه د اتلانو کموډور اېس اېم انور،کمانډر ظفر اېم خان او وائس اېډ مرل احمد تسنیم  د وياړ وړ ميراث وارثان يۍ د كومو مړانه ٬ قرباني او پېشه ورانه مهارت پاكستان لپاره يو اعزاز دے۔ ده په نوې افسرانو زور راوړو چې هغوي دې د عزم ٬ مړانې ٬ نظم وضبط ٬ ديانتدارۍ او وفادارۍ په څير اقدار تل مقدم وساتي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د نړيوالو او بهرنيو خطرو په صورت كښې بېلو امنيتي چېلنجونو سره مخ دے، زمونږ مشرقي ګاونډي تېر كال مئي كښې عبرتناكې ماتې سره مخ شو۔ زمونږ مېړني وسله وال ځواكونو لوئيديزو پولو څخه د بهرنۍ ملاتړ شوې ترهګرۍ لعنت ختمولو هڅې كوي،  ټول قام د وسله والو ځواكونو ترڅنګ ولاړ دے۔ ده ووئيل پاکستان د ټولو پاتې مسئلو د حل لپاره د خبرو اترو او سفارتكارۍ په پالیسۍ عمل كوي۔ زوزیراعظم د کشمیر،فلسطین او غزہ اولس ملاتړ له هم د پاكستان د نه كمزورے كېدونكي عزم پخلې وكړو۔ وزیراعظم اعزازونه ترلاسه كوونكو او نورو كېډټس سره ګروپ عكس واخست او د مېلمنو په كتاب كښې يۍ خپل تاثرات قلمبند كړل۔(