د امريكائي چارواكو لخوا د نيول شوې لینور/ډېوینا بحري بېړۍ ايراني عملې 22 غړي په خوندي ډول کراچۍ ته رارسیدلې دي: نائب وزیر اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار

اسلام آباد۔26جون  (اے پی پی) نائب وزيراعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ویلي دي چې د امريكائي چارواكو لخوا په دې وروستيو كښې د نيول شوې لینور/ډېوینا بحري بېړۍ د ايراني عملې 22 غړي  نن ماسپښین په خوندي ډول کراچۍ ته رارسیدلي دي۔ اوس پاکستان کښې ايراني سفارتي مشنز سره د نزدې همكارۍ د لارې د دوئي زر تر زره حفاظت سره خپل هېواد ته د ستنولو انتظاماتو ته حتمي شكل …

اسلام آباد۔26جون  (اے پی پی) نائب وزيراعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ویلي دي چې د امريكائي چارواكو لخوا په دې وروستيو كښې د نيول شوې لینور/ډېوینا بحري بېړۍ د ايراني عملې 22 غړي  نن ماسپښین په خوندي ډول کراچۍ ته رارسیدلي دي۔ اوس پاکستان کښې ايراني سفارتي مشنز سره د نزدې همكارۍ د لارې د دوئي زر تر زره حفاظت سره خپل هېواد ته د ستنولو انتظاماتو ته حتمي شكل وركولې شي۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې نائب وزير ووئيل ددې ټول عمل په مهال مونږ امريكائي او ايراني چارواكو سره پرله پسې رابطه كښی پاتې شوو۔ دا د تېرو دوه مياشتو په مهال د ايراني عملې څلورمه ډله ده٬ چې د پاکستان لخوا يۍ بیرته ستنېدل ممکن شوي دي۔ د ننۍ ورځې 22 کسانو په ګډون، پاکستان تر دې دمه د خپلې خاورې له لارې اويا (70) څخه د زياتو ايراني وروڼو بېرته ستنېدل اسان کړي دي۔ اسحاق ډار ووئيل زه د ايراني مشرتابه  مننه كوم چې هغوي په پاكستان د باور څرګندونه وكړه۔ دې سره سره زه د خارجه وزارت ډلې او د ټولو پاكستاني ادارو د پېشه ورانه صلاحيت ٬ جذبې او نه ستړې كېدونكو هڅو ستائنه كوم كومو چې زمونږ د ايراني ورونړو په محفوظ او ښه ډول خپل هېواد ته ستنېدل باوري كولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔

مزید خبریں