په ګرد هېواد كښې د سولييزو انتظاماتو لاندې د عاشوره په موقعه د ټول قام د كربلا شهيدانو ته پېرزوئنې

اسلام آباد۔26جون(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د عاشورا ورځ زيات احترام او روحاني عقيدت سره ولمانحلې شوه۔ په بېلو ښارونو كښې مذهبي سكالرانو او سياسي لارښودو د كربلا شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره حق ٬ انصاف او د اسلام تلپاتي پېغام لپاره د هغوي سترې قربانۍ په ډاګه كړې۔ په بېلو مېډيا چېنلز د دې ورځې مناسبت سره خصوصي خپرونې او پروګرامونه نشر كړے شول۔ …

اسلام آباد۔26جون(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د عاشورا ورځ زيات احترام او روحاني عقيدت سره ولمانحلې شوه۔ په بېلو ښارونو كښې مذهبي سكالرانو او سياسي لارښودو د كربلا شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره حق ٬ انصاف او د اسلام تلپاتي پېغام لپاره د هغوي سترې قربانۍ په ډاګه كړې۔ په بېلو مېډيا چېنلز د دې ورځې مناسبت سره خصوصي خپرونې او پروګرامونه نشر كړے شول۔ په لويو ښارونو كښې سختو حفاظتي انتظاماتو كښې جلوسونه ووېستلې شوو۔ وګړي د خپلو ارواښادو قبرونو ته حاضر شول او دغلته يۍ فاتحه خواني وكړه۔ بېلو وګړو مېډيا سره خبرو كښې ووئيل بشپړ امنيتي انتظاماتو او د نظم وضبط ماحول مونږ ته آسانۍ سره د عاشورې لمانځلو موقع راكړې ده۔ دوئي ووئيل د عاشورې ورځ خلكو ته د صبر او ايمان ته د ودې وركولو درس وركوي او د حصرت امام حسېن (رض) عنه پېغام انصاف او انسانيت لپاره د لارې مشال دے۔

مزید خبریں