پېنډۍ ۔26جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري بېرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي چې د كربلا پېښه د حق ٬ صبر ٬ استقامت او قربانۍ يو تلپاتے داستان دے كوم چې انسانيت ته د ظلم او جبر خلاف د اورېدو او په حق او صداقت د مضبوط پاتے كېدو درس وركوي۔ د حضرت امام حسینؓ او د كربلاﺀ نورو شهيدانو سترې قربانۍ امت مسلمه لپاره دلارې مشال …
د كربلا پېښه انسانيت ته د ظلم او جبر خلاف د اودرېدو او په حق او صداقت د مضبوط پاتے كېدو درس وركوي: بېرسټر دانيال چوهدري

مزید خبریں
پېنډۍ ۔26جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري بېرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي چې د كربلا پېښه د حق ٬ صبر ٬ استقامت او قربانۍ يو تلپاتے داستان دے كوم چې انسانيت ته د ظلم او جبر خلاف د اورېدو او په حق او صداقت د مضبوط پاتے كېدو درس وركوي۔ د حضرت امام حسینؓ او د كربلاﺀ نورو شهيدانو سترې قربانۍ امت مسلمه لپاره دلارې مشال دي او عاشورا مونږ ته د ايثار ٬ برداشت ٬ ورورولۍ ٬ قامي يووالي او مذهبي همغږۍ ته د ودې وركولو درس راكوي۔ په خپل خصوصي پېغام كښې بېرسټر دانیال چوهدری وويل حضرت امام حسېنؓ او د هغه ملګرو چې د كربلا په مېدان كښې د مړانې ٬ وفادارۍ او قربانۍ كوم ځانګړے داستان رقم كړو نړۍ كښې مثال نه لري۔ ده په اولس زور راوړو چې د كربلاﺀ د شهيدانو پېغام د خپل انفرادي او اجتماعي ژوند برخه جوړ كړي۔ ده ووئيل حكومت د عزادارانو د ځن او مال تحفظ او د مجلسونو او جلسونو په سوليز ډول كېدو له ټولو ضروري انتظامات باوري كوي۔










