د حضرت امام حسېنؑ او د هغه د ملګرو ستره قربانی د بشري تاريخ د استقامت او د ظلم خلاف د حق د برياليتوب روښانه نمونه ده: اعظم نذير تارړ

اسلام آباد۔26جون(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي ي چې په كربلاﺀ د امام حسین (ع) او د هغه د مخلصو ملګرو تلپاتې قرباني د بشري تاریخ په اوږدو کښې د زړورتیا، استقامت او د ظلم خلاف د حق د بریالیتوب يوه روښانه مثالي نمونه ده كومه چې نن  هم ګرده نړۍ كښې انسانيت لپاره د لارې مشال ده۔ د قانون او انصاف …

اسلام آباد۔26جون(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي ي چې په كربلاﺀ د امام حسین (ع) او د هغه د مخلصو ملګرو تلپاتې قرباني د بشري تاریخ په اوږدو کښې د زړورتیا، استقامت او د ظلم خلاف د حق د بریالیتوب يوه روښانه مثالي نمونه ده كومه چې نن  هم ګرده نړۍ كښې انسانيت لپاره د لارې مشال ده۔ د قانون او انصاف وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وفاقي وزير وويل د كربلا پېښه مونږ ته د عدل ٬ صبر ٬ ايثار ٬ روادارۍ او بشر دوستۍ آفاقي اقدار يادوي۔ مونږ له به په دې ورځ ټولنه كښې يووالي ٬ متقابل احترام او سماجي هم آهنګۍ ته وده وركولو له د خپل كردار ترسره لوظ كول وي۔ ده ووئيل مونږ په دې مقدسه ورځ د امام حسېن (رض) عظيمې ورثې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د بشري وقار تحفظ ٬ د كمزورو طبقو حقونو ته د ودې وركولو او د يو سوليز ٬ بشپړ او عادلانه پاكستان جوړولو له د خپل عزم پخلے كوو۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګرا دے مونږ ته د حق او صداقت په لاره د تللو او خپل ګران وطن د امن ٬ استحكام او خوشحالۍ مركز جوړولو توفيق راكړي۔