په اسلامي نړۍ کښې د راڅرګندېدونکي یووالي کرېډېټ پاکستان ته ځي: د دفاع وزير خواجه آصف

سیالکوټ۔ 26 جون (اے پی پی) د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي دي چې د ایران او امریکا په جګړه کښې د پاکستان رول به تل په تاریخ کښې یاد ساتلے شي، او په اسلامي نړۍ کښې د راڅرګندېدونکي یووالي کرېډېټ پاکستان ته ځي۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه په اډه پسرورياں کښې رسنیو سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ د دفاع وزیر خواجه آصف د عاشورا محرم مركزي ماتمي جلوس …

سیالکوټ۔ 26 جون (اے پی پی) د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي دي چې د ایران او امریکا په جګړه کښې د پاکستان رول به تل په تاریخ کښې یاد ساتلے شي، او په اسلامي نړۍ کښې د راڅرګندېدونکي یووالي کرېډېټ پاکستان ته ځي۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه په اډه پسرورياں کښې رسنیو سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ د دفاع وزیر خواجه آصف د عاشورا محرم مركزي ماتمي جلوس مشري وكړه۔ د سیالکوټ ډپټي كمشنر صبا اصغر علي او ډسټركټ پوليس آفيسر وفاقي او صوبائي وزيرانو ته په ګرده ضلع كښې د محرم الحرام په مهال د امنیت، ترافیک، صفايۍ او نورو انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ وروسته د دفاع وزیر خواجه آصف رسنیو سره خبرو كښې ووئيل سږ كال محرم په يو داسے وخت كښې راغلے دے كله چې منطقه د جنګ اثراتو څخه تېرېږي۔ وفاقي وزير ووئيل د ايراني اولس استقامت ته سلام كوو كوم چې د سنت حسېني او د كربلاﺀ د شهيدانو د ثابت قدمۍ ياد تازه كړو۔ ده ووئيل په اوسني جنګ كښې چې پاكستان كوم روبل ولوبولو په تاریخ کښې یاد ساتلے شي۔ ده وئيل د عاشورا محرم په موقعه چې په اسلامي نړۍ کښې د راڅرګندېدونکي یووالي کرېډېټ پاکستان ته ځي۔ وفاقي وزير ووئيل د فلسطینيانو، ایرانیانو او لبنانیانو قربانۍ رنګ راوړي او باور لرم چې هغه وخت لرے نه دے چې فلسطين به يو آزاد رياست جوړ شي او  لبنان اولس به هم اسرائيلي ظلم او جبر څخه خلاصې ومومي۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دے مونږ ته د كربلاﺀ د شهيدانو اسلام سره د ځانګړې مينې ٬ ايثار او قربانۍ جذبې پېروي كولو توفيق راكړي۔ ده د کشمیر، فلسطین آزادۍ او د اسلامي نړۍ د يووالي دعا هم وكړه۔ ډپټی کمشنر صبا اصغر علی بريفنګ كښې ووئيل په 10 محرم الحرام 87 ماتمی جلوسونه برآمد كيږي او ددې امنيت لپاره مثالي انتظامات شوي دي۔ د ټولو جلوسونو او مجلسونو 410 څخه زياتو سي سي ټي وي كېمرو سره مانيټرنګ كېږي۔ ډي پي او ووئيل د محرم الحرام په مهال امنيت باوري كولو له  2600 څخه زيات پوليس اهلكار تعينات كړې شوي دي۔ دې سره سره په روف ټاپ هم اهلكار تعينات دي۔