ترکیه به د امریکا او ایران ترمينځه د خبرو اترو عمل په امتاكه ډول بشپړولو لپاره هر ممكن مرسته كوي۔طیب اردوان

  انقرہ 23 جون  (اے پي پي) د ترکيې صدر رجن طیب اردوان د ایران او امریکې ترمينځه د شوي لوظنامې هركلې سره د ايران خپل همڅنګ مسعود پزشکیان له باور وركړې چې ترکیه به د امریکی او ایران  ترمينځه د خبرو اترږ عمل په امناكه ډول ترسره كولو له هر ممكن مرسته كوي۔ د روسيه خبر رسني ادارې تاس د تركيې صدارتی دفتر په اړه ووئيل چې د دواړو …

 

انقرہ 23 جون  (اے پي پي) د ترکيې صدر رجن طیب اردوان د ایران او امریکې ترمينځه د شوي لوظنامې هركلې سره د ايران خپل همڅنګ مسعود پزشکیان له باور وركړې چې ترکیه به د امریکی او ایران  ترمينځه د خبرو اترږ عمل په امناكه ډول ترسره كولو له هر ممكن مرسته كوي۔ د روسيه خبر رسني ادارې تاس د تركيې صدارتی دفتر په اړه ووئيل چې د دواړو لارښودو ترمينځه ټیلیفوني خبري شوي، چې پكښې د تركيې صدر د ایران او امریکې ترمينځه د شوي لوظنامې هركلي كولو سره ووئيل چې ترکیه به د مذاکراتی عمل په امناكه ډول ترسره كولو له هره ممكن مرسته كوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د هغه عناصرو څخه هوښیار پاتي كيدو ته اړتيا ده كوم چې مذاکراتی عمل ناکامه كولو يا په دې كښې د خنډانو راولاړولو هڅي كوي۔ د ترکيې صدر ووئيل سيمه ايز امن قوي كولو لپاره اقدامات کول يو مهم او ضروري كار دے او ترکیه به دې مقصد لپاره خپلي هڅي رواني ساتي