د ليبيا ساحل ته نزدې د كشتۍ اپوټه كېدو پيښه ، 51  كسان مړه يا بې دركه

طرابلس۔21جون (اے پی پی) د لیبیا ساحل ته نزدې تېره اونۍ يوه كشتۍ د كومې د لارې چې ګڼ شمېر تاركين وطن اروپا ته روان وو اپوټه شوه چې په نتيجه كښې يۍ 51 كسان مړه يا بې دركه شوي دي۔ د اېسوسي اېټډ پرېس آف له مخې ابریں ګروپ كوم چې په مشرقي ليبيا كښې د تاركين وطن په نقل وحركت نظر ساتي وئيلي چې په دې پېښه كښی …

طرابلس۔21جون (اے پی پی) د لیبیا ساحل ته نزدې تېره اونۍ يوه كشتۍ د كومې د لارې چې ګڼ شمېر تاركين وطن اروپا ته روان وو اپوټه شوه چې په نتيجه كښې يۍ 51 كسان مړه يا بې دركه شوي دي۔ د اېسوسي اېټډ پرېس آف له مخې ابریں ګروپ كوم چې په مشرقي ليبيا كښې د تاركين وطن په نقل وحركت نظر ساتي وئيلي چې په دې پېښه كښی 10 كسان ژوندي بچ شوي دي۔ دا پېښه په 12 جون بحيره روم كښې رامخې ته شوه۔ د ګروپ له مخې 11 مړي راويستلې شوي دي او 40 نور تر دې دمه بې دركه دي۔

مزید خبریں