اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) امريكا ايران امن لوظنامه كښې كاميابه ثالثي د پاكستان د تاريخ تر ټولو لويه سفارتي كاميابي ده۔ د امریکا ایران جنګ ختمولو له د پاكستاني قيادت پياوړي كردار د ګردې نړۍ پام پاكستان پلو وګرځولو۔ د نړيوالې ورځپاڼې بلومبرګ له مخې پاكستاني وزيراعظم شهباز شريف د ثالث په حېث تر ټولو وړاندے د امريكا ايران جنګ بندۍ لوظنامه اعلان كړه۔ بلومبرګ وئيلي چې د پاكستان ايراني …
په امريكا ايران امن لوظنامه كښې كاميابه ثالثي ٬ د پاكستان د تاريخ تر ټولو لويه سفارتي كاميابي ده ، نړيواله ورځپاڼه بلومبرګ

مزید خبریں
اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) امريكا ايران امن لوظنامه كښې كاميابه ثالثي د پاكستان د تاريخ تر ټولو لويه سفارتي كاميابي ده۔ د امریکا ایران جنګ ختمولو له د پاكستاني قيادت پياوړي كردار د ګردې نړۍ پام پاكستان پلو وګرځولو۔ د نړيوالې ورځپاڼې بلومبرګ له مخې پاكستاني وزيراعظم شهباز شريف د ثالث په حېث تر ټولو وړاندے د امريكا ايران جنګ بندۍ لوظنامه اعلان كړه۔ بلومبرګ وئيلي چې د پاكستان ايراني قيادت سره ملاقات ٬ اسلام آباد امن مذكراتو او تر ټولو ګرانۍ سفارتكارۍ د امن لاره هواره كړه۔ ټرمپ په ذاتي توګه د پاكستاني عسكري مشر تر ټولو خوښ فيلډ مارشل وګرځولو۔ د برطانيې پخواني پارليماني غړي اسټېفن پاؤنډ د پاكستان كاميابه ثالثي په نړيواله منظرنامه كښی تر ټولو مهمه كاميابي وګرځوله۔ د امريكائي دفاع محكمې پخواني اهلكار كرسټوفر كليري وئيلي چې پاكستان په منطقه كښې يو بااثر سفارتي او پوځي لوبغاړے جوړ شوے دے۔ نړۍ د درېم نړيوال جنګ خلې څخه بېرته راوستلو له د پاكستان سول او عسكري مشرتابه هڅو د پاكستان وقار زيات كړو۔









