پېښور ۔ 20 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل خان آفریدی په بنو كښې د چاؤدنې نوټس اغستلو سره د پېښې په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ د وزیراعلی سېکرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعلی د بنو پېښې په اړه پوليس چارواكو څخه تفصيلي رپورټ غوښتلو سره وئيلي چې په پېښه كښې د عامو وګړو شهادت د افسوس وړ دے۔ وزیراعلی ووئيل د شهيدانو …
د وزيراعلی سهېل خان آفريدي په بنو كښې د چاؤنې نوټس ، د پېښې سخته غندنه
پېښور ۔ 20 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل خان آفریدی په بنو كښې د چاؤدنې نوټس اغستلو سره د پېښې په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ د وزیراعلی سېکرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعلی د بنو پېښې په اړه پوليس چارواكو څخه تفصيلي رپورټ غوښتلو سره وئيلي چې په پېښه كښې د عامو وګړو شهادت د افسوس وړ دے۔ وزیراعلی ووئيل د شهيدانو د كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يو ، صوبائي حكومت به هره ممكنه مرسته كوي۔وزیراعلی ژوبل شوو لپاره د غوره طبي آسانيو برابرول باوري كولو هدايت كولو سره ووئيل صوبائي حكومت به ځپلې كورنۍ په دې سخت وخت كښې يوازې نه پرېږدي۔ ده شهيد شوو له د لوړو درجو ٬ غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔










