اسلام آباد 17ستمبر(اے پی پی)د تعليم او پيشه وره تربيت وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي وئېلي دي ډيجيټلائزېشن اوس كوم آپشن نه بلكې يواځنۍ لاره پاتې شوې ده٬كه مونږ نن پيپر ليس نه شو نو سبا به دا بې مقصده شي٬ پاكستان د پرمختګ په سم لوري روانولو لپاره به تر راتلونكو لسو كلونو پرله پسې په درست لوري كار كول وي۔ده د زيارت په ورځ وفاقي پايه …
پاكستان د پرمختګ په سم لوري روانولو لپاره به تر راتلونكو لسو كلونو پرله پسې كار كول وي۔ډاكټر خالد مقبول صديقي

مزید خبریں
اسلام آباد 17ستمبر(اے پی پی)د تعليم او پيشه وره تربيت وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي وئېلي دي ډيجيټلائزېشن اوس كوم آپشن نه بلكې يواځنۍ لاره پاتې شوې ده٬كه مونږ نن پيپر ليس نه شو نو سبا به دا بې مقصده شي٬ پاكستان د پرمختګ په سم لوري روانولو لپاره به تر راتلونكو لسو كلونو پرله پسې په درست لوري كار كول وي۔ده د زيارت په ورځ وفاقي پايه تخت كښې د پرائيويټ ايجوكېشنل انسټي ټيوشنز ريګوليټري اتهارټي(پيرا)ډيجيټل سروسز لانچنګ دستورې ته خطاب كولو۔دستوره د ثانوي و اعلٰی ثانوي تعليم(ايف بي آئي ايس اي) وفاقي بورډ په آډيټوريم سيكټر ايچ 8/4 كښې وشوه ۔وفاقي وزير د پيرا لخوا نجي تعليمي ادارو لپاره جد ډيجيټل سروسز اجرا مهم اقدام ګرځولو سره ووئېل په جديد دور كښې د سركاري او نجي ادارو خذمات د ټېكنالوجۍ سره سمول ضرورې دې۔ده ووئيل پاكستان يوازې يو هېواد نه بلكې د دې د جوړېدو په شا يو مقصد هم دے او دا به د خپلو صلاحيتونو په كارولو پرمختګ پلو مخ په وړاندې بوتلل وي۔










