د بلوچستان وزيراعلې  په كچلاك كښې د لږ عمره ماشومې په نكاح كولو كښې د  ككړو  كسانو خلاف د قانوني كاروائۍ امر وكړو

  كوئټه۔ 17 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي  د كوئټه په خوا و شا سيمه كچلاك كښې د لږ عمره ماشومې  نكاح د يو ضحيف سړي سره  د كولو نوټس اغستو سره  د پیښې د ټولو اړخونو  د پلټنو او د ككرو كسانو خلاف د قانون تر مخه  د كاروائۍ  امر وكړو۔   د ډپټي كشمنر  چمن حبيب بنګلزئۍ  تر مخه   د وزيراعلې په امر د …

 

كوئټه۔ 17 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي  د كوئټه په خوا و شا سيمه كچلاك كښې د لږ عمره ماشومې  نكاح د يو ضحيف سړي سره  د كولو نوټس اغستو سره  د پیښې د ټولو اړخونو  د پلټنو او د ككرو كسانو خلاف د قانون تر مخه  د كاروائۍ  امر وكړو۔   د ډپټي كشمنر  چمن حبيب بنګلزئۍ  تر مخه   د وزيراعلې په امر د لږ عمره ماشومې پلار عبدالباقي د چمن څخه ګرفتار كړے شوے  او د آېف آئې آر اندراج  او  د نيولي كس  د ګوئټه پولس ته د سپارلو  لپاره د كوئټې پوليس سره  تماس نيولے شوے دے۔  ډپټي كشمنر ووئېل   د پیښ كړۍ  كچلاك كښې  د 15 كلنه انجلۍ د وژنې  پیښې سره لګي  ٬ دغسې د  معاملې نورې پلټنې لا روانې دي۔   په دې لر كښې د بلوچستان وزيراعلې  د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيال شاهد رند وئېلي دي   د وزيراعلې په امر د پیښې د ټولو برخو  پلټنې روانې دي  او د مركزي تورن نيولو لپاره ټول ضروري ګامونه اغستلې شي۔ د لږ عمره  ماشومانو د حقونو او تحفظ په معامله د پلوچستان حكومت موقف واضحه  او ښكاره دے۔ ده ووئېل  په بلوچستان كښې د كم عمرۍ ودونو د مخ نيوي قانون موجود دے  او حكومت په دغه عمل درآمد كولو لپاره اړوندو ادارو سره په ګډه  ګامونه اخلي۔