واشنګټن۔ 17 ستمبر (اے پي پي) امرېكې د فلسطين صدر محمود عباس له راروانه اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غوڼډه كښې د ګډون لپاره د وېزا وركولو نه انكار كړے دے ۔ د فلسطين ذرائعو تر مخه دا پرله پسې دوېم كال دے چې عباس د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د ګدون نه اېسار كړے شوے ۔ د بي بي سي تر مخه دا پېشرفت په …
امرېكې د فلسطين صدر ته د ملګرو ملتونو غونډه كښې د ګډون لپاره د وېزا وركولو نه بيا انكار وكړو
واشنګټن۔ 17 ستمبر (اے پي پي) امرېكې د فلسطين صدر محمود عباس له راروانه اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غوڼډه كښې د ګډون لپاره د وېزا وركولو نه انكار كړے دے ۔ د فلسطين ذرائعو تر مخه دا پرله پسې دوېم كال دے چې عباس د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د ګدون نه اېسار كړے شوے ۔ د بي بي سي تر مخه دا پېشرفت په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوے دے چې كله امرېكې د فلسطين چارواكو په ضد د وېزا بندېزونو كښې د پراختيا اعلان كړے دے۔ امرېكې تېر كال هم د جنرل اسمبلۍ د كلنې غونډې نه وړاندې نزدې د 80 فلسطنيانو وېزې منسوخ كړې وې ۔ په دې موقع د فلسطين صدر محمود عباس استازي د امرېكې دا ګام د ڼريوال قانون د ملكړو ملتونو د هېډ كواټر د لوظ نامې خلاف ګرځولے دے۔د ملګړو ملتونو د هېډ كوارټر لوظ نامې تر مخه د امريكې دا ذمه واري ده چې هغه د غړو هېوادونو سفارتكارو او استازو ته نيو يارك كښې د ملګرو ملتونو غونډو كښې د ګډون اجازه وركړي۔ خو د واشنګټن وېنا ده چې د قامي سلامتيا٬ انتها خوښۍ او د خارجه پالسۍ په اړه وجوهات په بنياد د وېزا وركولو نه انكار كېدے شي۔ ياد دې وي تېر كال د فلسطين صدر محمود عباس غونډې ته د ويډيو لنك د لارې خطاب كړے ؤ۔











