سنګاپور كښې په غېر قانوني توګه ساتلې شوي 101 ځنګلي ځناور برآمد كړے شول ٬  13 پكښې مړه دي

  سنګاپور ۔ 17 ستمبر (اے پي پي) سنګا پور كښې  په غېر قانوني توګه ساتلې شوي 101 ځنګلي ځناور برآمد كړے شول  چې پكښې 13 مړه دي او د نورو حالت اندیښمند ؤ۔  د شنهوا  تر مخې  د نېشنل پارك بورډ (اين پاركس) ووئېل   د دې كاروائۍ په مهال  د 6 كسانو څخه په غېر قانوني توګه د ځنګلي زنده سرو  د خرڅون او اغستو په اړه  پلټنې روانې …

 

سنګاپور ۔ 17 ستمبر (اے پي پي) سنګا پور كښې  په غېر قانوني توګه ساتلې شوي 101 ځنګلي ځناور برآمد كړے شول  چې پكښې 13 مړه دي او د نورو حالت اندیښمند ؤ۔  د شنهوا  تر مخې  د نېشنل پارك بورډ (اين پاركس) ووئېل   د دې كاروائۍ په مهال  د 6 كسانو څخه په غېر قانوني توګه د ځنګلي زنده سرو  د خرڅون او اغستو په اړه  پلټنې روانې دي ۔   دا په تېرو كلونو كښې د ځنګلي ځناروو په غېر قانوني توګه ساتلو په ضد   په لويو كاريوائيو كښې يوه ده ۔  چارواكو د ګل په ورځ  د استوګنې په ځايونو  د چهاپې وهلو په مهال  ماران ٬ چرمخكۍ ٬  چينجي ٬  شمشتۍ او نور مختلف ځناور  برآمد كړل كوم چې ټول  غېر مقامي دي او    د كومو چې په سنګا پور كښې په قانوني توګه خرڅول ٬ د خرڅون لپاره وړاندې كول   يا د پالتو ځڼاور په حېث ساتل  ممنوع دي۔