د افغانستان د اړخه د  پاكستان مخالف شدت خوښو په ضد د پريكړې وړ په كارروائي سرحدي لاري بيا پرانستلو، ټرانزټ ټريډ بحالولو پشمول نور اقدامات له چمتو يو۔د خارجه دفتر وياند اوونيز پريس بريفنګ

  اسلام آباد 17 ستمبر  (اے پي پي) پاكستان وئيلي دي سرحدي لارو بيا پرانستلو، ټرانزټ ټريډ بحالولو او افغانستان د سيمه ايزي رابطه كارۍ مركز په توګه كارولو له چمتو يو خو په دې شرط چې د پاكستان مخالف عسكريت خوښو ډلو په ضد د پريكړې وړ او تصديق وړ كاروائي وكړې شي ۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند سجاد حيدر خان اوونيز پريس بريفنګ كښې ووئيل …

 

اسلام آباد 17 ستمبر  (اے پي پي) پاكستان وئيلي دي سرحدي لارو بيا پرانستلو، ټرانزټ ټريډ بحالولو او افغانستان د سيمه ايزي رابطه كارۍ مركز په توګه كارولو له چمتو يو خو په دې شرط چې د پاكستان مخالف عسكريت خوښو ډلو په ضد د پريكړې وړ او تصديق وړ كاروائي وكړې شي ۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند سجاد حيدر خان اوونيز پريس بريفنګ كښې ووئيل كه افغانستان د ترهه ګرۍ ختمولو په اړه مرسته وكړي نو پاكستان د سرحدي لارو پرانستلو، ټرانزټ ټريډ بحالولو پشمول نورو اقداماتو له چمتو دے، دغسې مونږ بيا پولو پرانستلو، تجارت كولو ، افغانستان د كنيكټنګ هب په توګه كارولو له چمتو يو او ټوله سيمه په اصل كښې د يو امناكه سيمي څخه ګټه پورته كولې شي، مونږ عمر له د امناكه افغانستان په پاليسۍ عمل كړے كوم چې دننه څخه هم امن لري او د ګاونډيانو سره هم په امن ژوند كوي ۔ده تير كال د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار افغانستان دورې حواله وركولو سره ووئيل پاكستان په ټرانزټ ټريډ ډير رعايتونه وړاندې كړي، ټيرف كم شوے او افغانستان ته وئيلي شوې چې هلته څخه د ترهه ګرۍ مخنيوې وكړي، خو د بده مرغه دغه سلسله لا روانه ده۔ده ووئيل پاكستان د دوست هېوادونو قطر، تركيه او چين د لارې هم هڅي كړي خو د افغانستان د اړخه د مرستي نه كولو په وجه دغه ټولي هڅي ناكامه شوي۔وياند ووئيل يواځې پاكستان نه بلكه چين هم د ترهه ګرۍ هلو ځلو په اړه دا ډول مشاهدې لري او مينځني اسيائي هېوادونه هم په افغانستان كښې په امنيتي صورتحال خوشحاله نه دي۔ده ووئيل چين، قطر او تركيه د ثالثۍ په اړه لوي تعميري كردار ترسره كړے ځكه چې پاكستان تير كال قطر او استنبول كښې د كابل سره دوه وارې خبرې كړي خو د افغانستان  غبرګون منفي وو او هغوي د افغانستان څخه د ترهه ګرۍ مخنيوي باور كولو څخه انكار كړے ؤ ۔ وياند ووئيل پاكستان د ټولو مسئلو په امناكه ډول ، يقينيً د خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې حل كولو  له خوښي لري،مونږ خپل ريډ لائن په واضحه ډول بيان كړے او اوس به افغانستان له كتل وي چې ترهه ګري څه ډول ختموي ځكه چې پرله پسې يو پلو د ترهه ګرو تګ راتګ آزادي وي او بيا د پاكستان د اړخه د مختلف نتيجې توقع دې نه لري۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف راروانه اوونۍ كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81مي د اعلیٰ پائې غونډه كښې به د پاكستان مشري كوي،د هغه سره به نائب وزيراعظم محمد سينيټر اسحاق ډار او نور وفاقي وزيران هم وي،هلته به هغه په سيمه ايز او نړيوال پرمختګ د پاكستان نكته نظر وړاندې كوي،د  ترهه ګرۍ مخنيوي او په اسلامو فوبيا به ترجيحات بيانوي او د هند غير قانوني  تسلط كښې جموں و كشمير (آئي آئي او جے كے) او  د فلسطين صورتحال پلو به پام راګرځوي۔د دورې په مهال به هغه د اعلیٰ پائې دستورو كښې ګډون كوي او نړيوالو لارښودو او د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل سره به دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔وياند د 1963 باؤنډري لوظ نامې او په جوائنټ كمېشن د هند ټكونه مسترد كولو سره كشمير د ملګرو ملتونو شخړيزه سيمه وګرځوله او دا ئې ووئيل چې هند دې د 5 اګست 2019 خپلي پريكړي بيرته واخلي۔ ده ووئيل پاكستان په 15 ستمبر د پاكستان خصوصي اقتصادي زون كښې د هند بحري بيړۍ اشتعال انګيزي  او جارحانه پيشقدمۍ په ړه د هند ناظم الامور رابللے كوم چې د دوه اړخيزه او نړيوالو اصولو خلاف ورزي وه او نن به د پاكستان هائي كميشن نوي ډيلي كښې د هند خارجه وزارت ته ډيمارش جاري كوي۔ده ووئيل سږ كال پاكستان يواځې اپريل كښې ويساكھي لپاره د هند سيلګرو ته 2,800 څخه زياتي ويزې جاري كړي،د ګرو ارجن ديو شهادت ورځ لپاره 700 څخه زياتي او جون كښې د مهاراجه رنجيت سنګھ  تلين لپاره 438 ويزې جاري كړې شوي او پاكستان د راتلونكي ويساكھي ميله لپاره  د سكھ زائرين هركلي ته چمتو دے۔ده ووئيل اسلام آباد كښې د هند ناظم الامور د رواني اوونۍ په اول كښې د اېس سي او۔آر اے ټي اېس كونسل په غونډه كښې كډون كړے او د هند نمائندګي ئې كړې او هيله ئې څرګنده كړي چې اېس سي او كښې به د هند ګډون دوامداره وي ځكه چې پاكستان به راروان كال د اېس سي او مشرانو سمټ كوربتوب كوي۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل پاكستان سټريټجك ميوچل ډيفنس ايګريمنټ او مكه جوائنټ ډيفنس ايګريمنټ باندې د هغې د روح له مخې عمل كوي۔وياند سپناوے وكړو چې د امنيت او دفاع په څانګه كښې د سعودي عرب او تركيې سره د پاكستان شراكت داري منلې شوې او مكه لوظنامه  د دې درې واړو هېوادونو روانې مرستې او اوږد مودې دوه اړخيزه مرستي ډير اړخونه نور هم قوي كوي۔ده د اسرائيل منصوبې په غزه كښې د زمكيزي كارروائي غندنه وكړه او  د دوه رياستي حل  د مرستې يې پخلے وكړو  كوم چې د 1967 په پولو اډانه وي او د هغې پايه تخت بيت المقدس وي۔د افغانستان ميډيكل زدكوونكو پاكستان كښې د سټيټس په اړه د پوښتني په ځواب ووئيل د درستې ويزې او سم كورس لپاره رجسټرډ زدكوونكي دې خپل تعليم روان ساتي۔د ايران په مهان ايئر د بنديز په اړه ده ووئيل د پاكستان اړوندي ادارې په دې معامله كار كوي ځكه چې دغه ايئر لائن نه يواځې پاكستان بلكه په نورو ځايونو كښې هم كار كوي۔د امريكې۔ايران ثالثۍ په اړه ده ووئيل پاكستان 47 كاله پس په وړومبي ځل دواړه هېوادونه خبرو اترو له راضي كړي چې په نتيجه كښې ئې اسلام آباد ميمورنډم آف انډرسټينډنګ جوړ شوے۔ده د بي سي سي آئي په هغه پريكړه د افسوس څرګندونه وكړه چې د هند ميرمنو ډلي سټيج ته د راتللو او د اے سي سي صدر محسن نقوي څخه د ټرافۍ اغستو  اجازه ورنه كړې شي ۔ وياند هند ته ووئي چې لوبي د وسله توګه مه كاروې۔وياند ووئيل خارجه وزارت په دوو شفټونو كښې هره  ورځ د 17,000 نه تر 18,000 دستاويزات باندې كاروائي كوي،  د 120 هېوادونو پوسټل فريم ورك او دستاويزات ډيجيټل پروسيسنګ د لارې د ډائسپورا خرڅونه كموي او  په دوو كلونو كښې   د  كيش ليس او ډيجيټل ادائيګۍ نظام د لارې 3.4 اربه روپۍ ترلاسه شوي۔د تيري اوونۍ سفارتي مصروفيات رامخې ته كولو سره ده د مقدس ځائې مكه المكرمه پلو  د مبينه ډرون بريد  د غندنې پخلے وكړو او د سعودي وسله والو  د غير معمولي چمتو والي ، جرأت او پيشه وره پوهه ئې ستائينه وكړه ۔ده د وزيراعظم شهباز شريف او سعودي ولي عهد محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود ترمينځه  د ټيليفوني خبرو اترو،د لبنان داخله وزير احمد الحاجار د پاكستان دورې او اعلیٰ قيادت سره د هغوي د ملاقاتونو، او سفير شفقت علي خان جمهوريه آرمينيا كښې د پاكستان د وړومبي سفير په حيث  د سفارتي اسناد وړاندې كولو هم ذكر وكړو۔

مزید خبریں