د وسله والو شخړو او غېر ملكي قبضې د لاسه د ځپلې شوو كوچنيانو تحفظ له  دې فوري نړيوال ګامونه پورته كړې شي: په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان غوښتنه

  ملګري ملتونه ۔18جون  (اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو د كوچنيانو ادارې یونېسېف په اېګزېكټو بورډ زور راوړے دے چې د وسله والو شخړو او غېر ملكي قبضې د لاسه د ځپلې شوو كوچنيانو تحفظ له  دې فوري نړيوال ګامونه پورته كړې شي۔ په ملګرو ملتون كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون د يونېسف د كلنې بشري خواخوږۍ كارروائيو سره په اړوند رپورټ څرګندونو كښې ووئيل …

 

ملګري ملتونه ۔18جون  (اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو د كوچنيانو ادارې یونېسېف په اېګزېكټو بورډ زور راوړے دے چې د وسله والو شخړو او غېر ملكي قبضې د لاسه د ځپلې شوو كوچنيانو تحفظ له  دې فوري نړيوال ګامونه پورته كړې شي۔ په ملګرو ملتون كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون د يونېسف د كلنې بشري خواخوږۍ كارروائيو سره په اړوند رپورټ څرګندونو كښې ووئيل په ګرده نړ كښې د لكھونو په شېمر كوچنيان داسې بحرانونو سره مخ دي د كوم چې هغوي نه ذمه وار دي او نه ترې د بچ كېدو صلاحيت لري۔ پاکستانی استازي عثمان جدون ووئيل د نړيوالو بشري قوانينو په خلاف ورزيو ٬ بشري مرستې ته رسېدو كښې په رامخې ته كېدونكو ركاوټونو او د كوچنيانو په ضد سختو جرمونو اندېښنې موندلې شي۔ دوئي په غزه كښې د فلسطيني كوچنيانو صورتحال د دې الميې تر ټولو بد مثال ګرځولو سره ووئيل دغلته كوچنيان ٬ لوږې ٬ رنځونو ٬ په تعليم كښې تعطل او د تحفظ سنګينو خطرو سره مخ دي۔ عثمان جدون په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د يونېسېف د خواخوږۍ كارروائيو له مناسب ٬ مستحم او لچك لرونكې مالي وسائل وركړي

مزید خبریں