کوهاټ 21 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د ګل په ورځ کوهاټ پېښه كښې د شهيد شوي درېو خويندو يواځني ورور پوليس اهلکار فهيم الله کور ته لاړو چرته چې هغه د شهيد د پلار اکرام الله سره ملاقات وكړو او د شهيد فهيم الله لپاره يې لاس نيوه وكړه۔ وفاقي وزير د شهيد کورنۍ سره د يووالي او غمرازۍ څركندوني …
د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ کوهاټ پېښه كښې د شهيد شوي پوليس اهلکار فهيم الله کور ته لاړو، د شهيد لوړو درجو لپاره لاس نيوه
کوهاټ 21 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د ګل په ورځ کوهاټ پېښه كښې د شهيد شوي درېو خويندو يواځني ورور پوليس اهلکار فهيم الله کور ته لاړو چرته چې هغه د شهيد د پلار اکرام الله سره ملاقات وكړو او د شهيد فهيم الله لپاره يې لاس نيوه وكړه۔ وفاقي وزير د شهيد کورنۍ سره د يووالي او غمرازۍ څركندوني سره ووئيل پاکستانے قام به د فهيم الله په شان بهادر ځوان قرباني به چري هم هيره نه كړي۔ده ووئيل شهيدانو د هېواد د امن او سلامتيا لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړي،د هغوي قربانۍ به بے ځايه نه ځي تز د شهيدانو كورنۍ به يواځې نه پرېښودلې كېږي ۔ وفاقي وزير ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د قانون نافذ کوونكو ادارو بهادرو اهلکارو سره ولاړ دے۔ وفاقي وزير د شهيد فهيم الله لوړو درجو او غامجني كورنۍ زغم لپاره دعا اوكړه۔په دې موقع د وفاقي وزير سره د مسلم ليګ (ن) ځائې لارښود صادق رضا هم موجود ؤ ۔









