د پاکستان روانډا بزنس فورم به په  23 ستمبر ګيګالي كښې پيل كيږي

  اسلام آباد 21 ستمبر  (اے پي پي) د افريقې منطقې سره د پاکستان اقتصادي و تجارتي رابطو ته ودي وركولو په لړ كښې’’روانډا۔پاکستان بزنس اينډ انويسټمنټ فورم‘‘  د 23 نه 25 ستمبر  د روانډا به پايه تخت ګيګالي كښې كيږي۔د پاکستان افريقه اکنامك کونسل سرپرستِ اعلیٰ سفير حميد اصغر خان په قيادت كښې پاکستانې پلاوې به ګيګالي كښې د روانډا سرکاري چارواكو او چيمبرز مهمو کاروباري استازو سره مهم …

 

اسلام آباد 21 ستمبر  (اے پي پي) د افريقې منطقې سره د پاکستان اقتصادي و تجارتي رابطو ته ودي وركولو په لړ كښې’’روانډا۔پاکستان بزنس اينډ انويسټمنټ فورم‘‘  د 23 نه 25 ستمبر  د روانډا به پايه تخت ګيګالي كښې كيږي۔د پاکستان افريقه اکنامك کونسل سرپرستِ اعلیٰ سفير حميد اصغر خان په قيادت كښې پاکستانې پلاوې به ګيګالي كښې د روانډا سرکاري چارواكو او چيمبرز مهمو کاروباري استازو سره مهم ملاقاتونه كوي۔په دې ملاقاتونو كښې به په شريكو منصوبو، تجارت حجم زياتولو او په شريكه سرمايه کارۍ د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔په دې فورم كښې په خاص توګه زراعت، فارماسيوټيکل، انفارميشن ټيکنالوجي او مينوفيکچرنګ په څانګه كښې د شراکت دارۍ په كوټلو موقعو به غور كولې شي۔