لندن۔ 21 ستمبر(اے پي پي) په ګرده نړۍ كښې د رياست په ضد د ګمراه كونكې آن لائن پروپېګنډې مخ نيوي لپاره حكومتونو زيرو ټالرنس پاليسي خپلولو سره قوانين سخت كړي دي۔ د برطانيې ادارې "" فري سپېچ يونېن " راپور تر مخه په برطانيه كښې د تېرو پينځو كالو په مهال د رائے اظهار اړوند جراِئمو باندې د 62 زره نه زيات كسان نيولې شوي چې پكښې په …
د رياست په ضد د ګمراه كونكې آن لائن پروپېګڼډې خلاف نړيوال كرېك ډاون ٬ په برطانيه ٬ فرانس او هند كښې سختې سزاګانې
لندن۔ 21 ستمبر(اے پي پي) په ګرده نړۍ كښې د رياست په ضد د ګمراه كونكې آن لائن پروپېګنډې مخ نيوي لپاره حكومتونو زيرو ټالرنس پاليسي خپلولو سره قوانين سخت كړي دي۔ د برطانيې ادارې “” فري سپېچ يونېن ” راپور تر مخه په برطانيه كښې د تېرو پينځو كالو په مهال د رائے اظهار اړوند جراِئمو باندې د 62 زره نه زيات كسان نيولې شوي چې پكښې په 18510 كسانو په رسمي توګه فرد جرم لګولے شوے او دغسې 12292 كسانو ته سزا وركرې شوې ده ۔ نړيوال تنظيم “بك برادر واچ” د دې سبب د برطانيه سخت ” آن لائن سيفټي ايكټ ګرځولے دے۔ بلخوا د هند مېډيا تر مخه فرانس هم د رياست په ضد د موادو پهه پوسټ كولو وګري نيولي دي او د هند په بهار ايالت كښې په سوشل مېډيا ناسمه موادو باندې 475 آيف آئي آرر درج او 103كسان نيولې شوي دي۔ د دې نړيوالو مثالونو په رڼا كښې د پوهانو وېنا ده پاكستان كښې هم د رياستي ادارو خلاف د آن لائن ډنډورې او د فېك نيوز مخ نيوي لپاره داسې سخته قانوني شكنجه ضروري ده۔












