اسلام آباد ۔ 21 ستمبر (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير اعظم نذيرتارړ وئېلي دي تل پاتي امن لپاره مكالمه ٬ برداشت ٬ شريك احترام او د قانون واكمني ضروري ده ٬ د شخړو او اختلافات د طاقت په ځائے په امن ناكه لارو چارو لرې كول پكار دي۔ د امن په نړيواله ورځ خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئېل امن يوازې د جنګ د خاتمې نامه نه …
تل پاتي امن لپاره مكالمه ٬ زغم ٬ شريك احترام او د قانون واكمني ضروري ده ٬ اعظم نذير تارړ
اسلام آباد ۔ 21 ستمبر (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير اعظم نذيرتارړ وئېلي دي تل پاتي امن لپاره مكالمه ٬ برداشت ٬ شريك احترام او د قانون واكمني ضروري ده ٬ د شخړو او اختلافات د طاقت په ځائے په امن ناكه لارو چارو لرې كول پكار دي۔ د امن په نړيواله ورځ خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئېل امن يوازې د جنګ د خاتمې نامه نه ده بلكې د انصاف ٬ يو برابر حقونو ٬ تحفظ او بشري وقار هم د امن بنيادونه دي ۔ ده ووئېل د قانون واكمني او موثر د انصاف نظام د امن لپاره بنيادي اهميت لري ۔ اعظم نذير تارړ ووئېل پاكستان د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې د امن لپاره لوي انساني او مالي زيان پورته كړے دے۔ د پېچلو او نړيوالو شخړو هواري لپاره شريك باور او رغنده مكالمه ضروري ده ۔ ده ووئېل اختلاف د جنګ په ځائے په خبرو اترو او دليل حل كول د مهذبه ټولنې پېژندګلو ده۔ پاكستان نړيوال امن ٬ قانون او كڼ اخيزه مرستې ته د ودې لپاره خپل كردار به روان ساتي۔ وفاقي وزير ووئېل د امن ٬ زغم او شريك احترام په وده كښې د ټولنې هر وګري له به خپل كردار تر سره كول دي۔ ده ووئېل نړيواله د امن ورځ مونږ ته د امن لپاره د عملي ګامونو او مرستې د عزم د تجديد موقع راكوي۔











