دشت ميراني كښې د امنيتي ځواكونو کارروائي،د بشري قاچاق هڅه شنډ كړې شوه، 58 غير قانوني افغان وګړي ونيول شول

  کوئټه 21 ستمبر  (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان دشت ميراني سيمه كښې په وخت او کاميابې کارروائي کولو سره د بشري قاچاق لويه هڅه شنډه كړه۔ سکيورټي ذريعو له مخې د کارروائي په مهال د ميرمنو او ماشومانو پشمول 58 غير قانوني افغان وګړي نيولې شوي۔ ابتدائي تفتيش څخه معلومه شوي چې دغه ټولو كسانو د بشري قاچاقبرو نيټ ورك د پاکستان نه د ايران د لارې …

 

کوئټه 21 ستمبر  (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان دشت ميراني سيمه كښې په وخت او کاميابې کارروائي کولو سره د بشري قاچاق لويه هڅه شنډه كړه۔ سکيورټي ذريعو له مخې د کارروائي په مهال د ميرمنو او ماشومانو پشمول 58 غير قانوني افغان وګړي نيولې شوي۔ ابتدائي تفتيش څخه معلومه شوي چې دغه ټولو كسانو د بشري قاچاقبرو نيټ ورك د پاکستان نه د ايران د لارې  په غير قانوني توګه اروپا ته  دتللو هڅه كوله۔نيولې شوي كسان ضروري قانوني کارروائي بشپړولو لپاره پوليس چارواكو ته سپارلې شوي۔ سيکيورټي ذريعو ووئيل پاك افغان او په پاك ايران پوله غير قانوني تګ راتګ او بشري قاچاق تر ختمولو به سختي كاروائي رواني وي۔