اسلام آباد۔18جون (اے پی پی) د كېډټ كالج پټارو ٬ جامشورو 35 كسيزه پلاوي خپلو فېكلټي غړو سره د پارليمنټ هاؤس مطالعاتي دوره وكړه۔ پارليمنټ هاؤس ته په راتللو د سېنېټ سېكرټرېټ اعلی چاروكو پلاوي ته هركلې ووې۔ د تفصيلات له مخې پلاوي ته د سېنېټ ميوزيم دورې په مهال د پاكستان د پارليماني تاريخ ٬ د سېنېټ د جوړېدو او ارتقا ٬ آئيني سفر او قامي قانون سازۍ …
د كېډټ كلج پټارو ٬ جامشورو 35 كسيزه پلاوي د پارليمنټ هاؤس مطالعاتي دوره ٬ پارليمنټ هاؤس ته په راتللو پلاوي ته د سېنېټ سېكرټرېټ چارواكو هركلے ووے

مزید خبریں
اسلام آباد۔18جون (اے پی پی) د كېډټ كالج پټارو ٬ جامشورو 35 كسيزه پلاوي خپلو فېكلټي غړو سره د پارليمنټ هاؤس مطالعاتي دوره وكړه۔ پارليمنټ هاؤس ته په راتللو د سېنېټ سېكرټرېټ اعلی چاروكو پلاوي ته هركلې ووې۔ د تفصيلات له مخې پلاوي ته د سېنېټ ميوزيم دورې په مهال د پاكستان د پارليماني تاريخ ٬ د سېنېټ د جوړېدو او ارتقا ٬ آئيني سفر او قامي قانون سازۍ كښې د سېنېټ د كردار په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع پلاوي ته د سېنېټ په تاريخ او كاركردګۍ مشتمل يو دستاوېزي فلم هم وښودلے شو۔ پلاوي د سېنېټ غونډې كارروائي هم وكتله او د غړو لخوا يۍ د اولسي مسئلو په حل او د قومي اهميت په چارو روان بحث كښې ژوره خوښي ښكاره كړه۔ زده كوونكو د سېنېټ د ذمه وارو په اړه ځينې پوښتنې وكړې د كومو چې د سېنېټ سېكرټرېټ بشپړ او د اطمينان وړ ځوابونه وركړل۔ زده كوونكو دوره ګټوره ګرځولو سره ووئيل دا ډول مطالعاتي دوره ځوان كول كښې د جمهوري اقدارو ٬ آئيني شعور او د قومي ادارو په اړه پوهاوې پېدا كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ دوئي د دورې په مهال په بهترينو انتظامات او بشپړ بريفنګ كښې د سېنېټ سېكرټرېټ چارواكو مننه وكړه۔










