اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د امریکې او ایران ترمېنځه د اسلام آباد په مفاهمتي یادداښت د لاسليك هركلي كولو سره دا منطقې او نړۍ لپاره يوه تاريخي لمحه وګرځوله۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل په فروري 2026 كښې پېل شوې دې شخړې د منطقې اولس بلها ستونزو سره …
صدر مملکت د امريکې او ايران ترمېنځه د اسلام آباد په مفاهمتي يادداښت د لاسليك هركلے وكړو، وزيراعظم، نائب وزيراعظم و خارجه وزير، داخله وزير او فيلډ مارشل ته پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د امریکې او ایران ترمېنځه د اسلام آباد په مفاهمتي یادداښت د لاسليك هركلي كولو سره دا منطقې او نړۍ لپاره يوه تاريخي لمحه وګرځوله۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل په فروري 2026 كښې پېل شوې دې شخړې د منطقې اولس بلها ستونزو سره مخ كړې او په نړيواله كچه د توان رسنه٬ تجارت و اقتصادي استحکام ئې سخت ځپلې۔ ده هیله څرګندونه كړه چې د دې نوعيت پېښه به بيا كله نه رامخې ته كېږي او د منطقې هېوادونه به اوس خپلې هڅې پرمختګ، خوشحالۍ او د خپل اولس خېرښګړې لپاره وقف كوي۔ صدر مملکت په دې لړ كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف، نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سفارتي ستړو ته هم پېرزوئنې وړاندې كړې چا چې ډلې تر لوظنامې رسولو كښې مهم كردار لوبولې ۔ ده ووئيل پاکستان د بحران په مهال يو اصولي، متوازن او ګټور كردار لوبولې او پرله پسې د مذاکراتو، تحمل او د شخړو په سوله ايز هواري ئې زور راوړلو سره د ټولو ډلو سره رابطې ساتلې ۔ صدر آصف علي زرداري د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ، آيت اللہ سيد مجتبيٰ حسين خامنه اي، د ايران صدر مسعود پزشکيان او د خارجه وزير عباس عراقچي د قيادت هم ستائنه وكړه چا چې د شخړې سفارتي حل باوري كړې او د امن په وده كښې ئې كردار لوبولې۔ صدر مملکت د قطر، سعودي عرب، ترکيه او مصر پشمول د وروڼو هېوادونو نه علاوه د روسيه فيډريشن او د چين د قيمتي معاونت هم ستائنه وكړه د چا هلو ځلو او د مذاكراتو ډاډګيرنې چې د امن هلو ځلو كښې مهم كردار لوبولې۔ صدر مملکت په ټولو ډلو زور راوړو چې ھغوي په اسلام آباد مفاهمتي يادداښت بشپړه عملدرآمد باوري كړې او په ټاكلی موده كښې تر حتمي لوظنامې رسېدو هڅې ګړندئ كړي دغسې چې تل پاتې امن او د پرمختګ لاره هواره كړې شي۔ صدر مملکت ووئيل اتلان ھغوي دې چا چې جنګ ختم كړے، ھغوي نه څوك چې جنګ پېل كولو لپاره بې تابه وي۔ ده هبله څرګنده کړه چې اسلام آباد او د پاکستان نوم سره منسوب دا مفاهمتي يادداښت به منطقه كښې د اوږدې مودې او جامع امن بنياد ثابت شي چې ورسره به هېوادونه اقتصادي ترقۍ، د توان په څانګه كښې مرسته او د خپل اولس بهترۍ پلو پام وګرجولې شي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل جنګ د تباهي او ستونزو نه سېوا هېڅ نه وي٬ امن د پرمختګ يوازنۍ لاره ده۔ ده ووئيل پاکستان به د منطقې د ټولو وروڼو هېوادونو سره د امن او خوشحالۍ مشترکه سفر كښې په يووالي سره ولاړ وي۔










