د هند په سرپرستۍ كښې فتنة الهندوستان د بلوچستان امن تباه كولو سره منطقه كښې د استحكام دښمنه جوړه شوه

کوئټه۔18جون(اے پی پی) په هندي سرپرستۍ كښې فتنة الهندوستان د بلوچستان امن تباه كولو سره منطقه كښې د استحكام دښمنه جوړه شوه٬ هندي پراكسي فتنة الهندوستان (بی اېل اے) د بلوچ اولس د حقونو په نامه د خلكو وژل پېل كړي۔ د تفصیلات له مخې د ابلاغ نړيوالو ذريعو هم بلوچستان كښې د هندي آله كار فتنة الهندوستان په شا اصل حقائقو څخه پردې پورته كول پېل كړي۔ د نړيوالې …

کوئټه۔18جون(اے پی پی) په هندي سرپرستۍ كښې فتنة الهندوستان د بلوچستان امن تباه كولو سره منطقه كښې د استحكام دښمنه جوړه شوه٬ هندي پراكسي فتنة الهندوستان (بی اېل اے) د بلوچ اولس د حقونو په نامه د خلكو وژل پېل كړي۔ د تفصیلات له مخې د ابلاغ نړيوالو ذريعو هم بلوچستان كښې د هندي آله كار فتنة الهندوستان په شا اصل حقائقو څخه پردې پورته كول پېل كړي۔ د نړيوالې ورځپاڼې ټی آر ټی ورلډ له مخې فتنة الهندوستان كومه چې په باقاعده توګه ترهګر تنظيم ګرځولے شوے دے د دې مقصد د بلوچستان معاشي قتل دے ، دا ترهګره ډله سپلائی كوونكي ګاډي ٬ ټرېنونه او مواصلاتي نظام په نښه كولو سره تجارتی راهداريانې او روزګار بندول غواړي۔ امریکا په اګست 2025  او آسټرېليا او برطانيې په كال 2026 كښې بي اېل اے په باضاطه توګه ترهګر تنظيم ګرځولے دے۔ د پوهانو له مخې د ترهګرۍ د لارې په بلوچستان كښې د ناامنۍ خپرولو او پرمختګ له مينځه وړولو شاته د هند ناپاكه كردار په ډاګه شوے دے۔ سوئيلي آسيا ٬ وسطي آسيا ٬ منځني ختيز او چين لپاره مهمه تجارتي لاره بلوچستان كښې په بهرنۍ اشاره ترهګري كولې شي۔ فتنه الهندوستان د خپل سرپرست هند په لمسه دترهګرۍ دلارې بلوچستان كښې د پرمختګ عمل اودرول غواړي