پیښور 18جون(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا حكومت د جمعې په ورځ د جون په 19مه نيټه د كلنه بجټ ٢٠٢٦ ٢٧ د وړاندې كولو پريكړه كړې ده۔د پي ټي آئي چيئرمېن بيرسټر ګورنر د جون په 19مه نيټه د بشپړ كلنه بجټ وړاندې كولو پريكړې تصديق كولو سره ووئېل د اسمبلۍ ټول غړي به په غونډه كښې ګډون كوي۔ده ووئيل زمونږ خواهش و چې د بجټ نه وړاندې باني پي …
د خېبرپښتونخوا حكومت د جون په 19مه نيټه د مکمل كلن بجټ وړاندې كولو پريكړه
پیښور 18جون(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا حكومت د جمعې په ورځ د جون په 19مه نيټه د كلنه بجټ ٢٠٢٦ ٢٧ د وړاندې كولو پريكړه كړې ده۔د پي ټي آئي چيئرمېن بيرسټر ګورنر د جون په 19مه نيټه د بشپړ كلنه بجټ وړاندې كولو پريكړې تصديق كولو سره ووئېل د اسمبلۍ ټول غړي به په غونډه كښې ګډون كوي۔ده ووئيل زمونږ خواهش و چې د بجټ نه وړاندې باني پي ټي آئي سره مشاورت وكړی شي خو اجازه ورنه كړې شوه۔د بيرسټر ګورنر وينا وه چې د اولس او د صوبې پرمختګ تر نظر ه نیولو سره به بجټ وړاندې كولې شي او د صوبې كلن بجټ به د خزانې صلاحكار مزمل اسلم وړاندې كوي۔د پاكستان تحريك انصاف خېبرپښتونخوا وياند شوكت يوسفزئي له مخې حكومت د ټولو قانوني او انتظامي اړخونو جاج اخستلو نه پس د كلن بجټ وړاندې كولو پريكړه كړې ده۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي د پي ټي آئي باني عمران خان سره ملاقات نه كېدو په صورت په ابتدائي توګه مونږ د درېو مياشتو بجټ وړاندې كولو خوښي لرله خو د قانوني پيچلتياوې او آئيني تقاضو له امله دا آپشن د عمل وړ نه دې پاتې شوې۔شوكت يوسفزئي له مخې د ټول كال بجټ نه وړاندې كولو څخه صوبه د مالي او معاشي ستونزو سره مخ كېدې شوه٬ځكه د ګوند مشرتابه د صوبې پراخه ګټی لپاره وزيراعلٰی ته د بشپړ مالي كل بجټ وړاندې كولو تجويز وركړو. بل خوا د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر د خېبرپښتونخوا حکومت په هدايت غونډه٬ كومه چې د جون په 19مه نيټه كال 2026 ماسپخښين دوه بجې كېدونکی وه ځنډولې وه۔اوس به د اسمبلۍ غونډه د جون په په 19مه نيټه كال 2026 د جمعې په ورځ ماسپخښين دوه بجې كيږي چرته چې د صوبائي بجټ وړاندې كولو امكان دے۔په دې اړه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سېكرټرېټ رسمي اعلاميې جارې كړی ده










