اسلام آباد۔17جون (اے پي پي)د عوامي نېشنل پارټۍ سينيټر هدايت الله خان د حكومت څخه غوښتنه كړې چې د اولس خېرښګړې٬د غربت خاتمې٬د صوبو مالي حقونو او د پسمانده سيمو پرمختګ ته دې خاص پام وكړې شي دغسې چې معاشي ميوې تر عام اولس ورسي۔د شورو په ورځ په وفاقي بجټ 2026-27 بحث كښې بسينيټر هدايت الله خان وزيراعظم محمد شهباز شريف٬نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار او …
د اولس خېرښګړې٬د غربت خاتمې٬د صوبو مالي حقونو او د پسمانده سيمو پرمختګ ته دې خاص پام وكړې شي۔د سينيټر هدايت الله خان د حكومت څخه غوښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔17جون (اے پي پي)د عوامي نېشنل پارټۍ سينيټر هدايت الله خان د حكومت څخه غوښتنه كړې چې د اولس خېرښګړې٬د غربت خاتمې٬د صوبو مالي حقونو او د پسمانده سيمو پرمختګ ته دې خاص پام وكړې شي دغسې چې معاشي ميوې تر عام اولس ورسي۔د شورو په ورځ په وفاقي بجټ 2026-27 بحث كښې بسينيټر هدايت الله خان وزيراعظم محمد شهباز شريف٬نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار او فيلډ مارشل جنرل سيد عاصم منير ته منطقه كښې امن و استحكام لپاره د پاكستان په سفارتي هڅو مباركي وركړه۔ده ووئيل د قامي مشرانو په هڅو څخه د پاكستان معشت او تشخص په نړيواله كچه لا قوي شوې دې۔ده ووئيل بجټ كښې د عام تن ضروريات او معاشي ستونزو تر مخه دی ضرورې اقدامات وکړی شي٬د ه ووئیل حكومت له د غربت خاتمې٬د روزګار موقعو پیدا كولو او مينځنۍ درجې و تنخواه دار طبقې ته زيات نه زيات ريليف وركولو لپاره عملي اقدامات پكار دي۔سينيټر هدايت الله خان ووئيل اين ايف سي ايوارډ له مخې د صوبو برخې په وخت ادائيګۍ دې باوري كړی شي او د قبائېلي ضلعو پرمختګ لپاره دې خاص فنډز بيل كړی شي۔









