د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خارجيانو په ضد په كامياب عملياتو د خېبر پښتونخوا سي ټي ستائنه وكړه

  اسلام آباد 17جون  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي شب قدر كښې د خارجيانو په ضد په كامياب عملياتو د خېبر پښتونخوا سي ټي ستائنه وكړه۔داخله وزير محسن نقوي د درې ترهه ګرو په وژلو د خېبر پښتونخوا سي ټي ډي پيشه وره پوهه وستائيله۔په خپل يو بيان كښې داخله وزير ووئيل عملياتو كښې برخه اخستونكو ټولو ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كوم ،د خېبر پښتونخوا …

 

اسلام آباد 17جون  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي شب قدر كښې د خارجيانو په ضد په كامياب عملياتو د خېبر پښتونخوا سي ټي ستائنه وكړه۔داخله وزير محسن نقوي د درې ترهه ګرو په وژلو د خېبر پښتونخوا سي ټي ډي پيشه وره پوهه وستائيله۔په خپل يو بيان كښې داخله وزير ووئيل عملياتو كښې برخه اخستونكو ټولو ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كوم ،د خېبر پښتونخوا سي ټي ډي ميړنو سپاهيانو د خارجيانو ناوړه عزائم ناكامه كړل، قام د سي ټي ډي په ځوانانو فخر كوي

مزید خبریں
په تیرو مياشتو كښې پاکستان په نړيواله كچه مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي چې ورسره د هېواد وقار لا زيات شوې۔سينيټر کامل علي آغا اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) سينيټر کامل علي آغا وئيلي دي په تیرو مياشتو كښې پاکستان په نړيواله كچه مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي چې ورسره د هېواد وقار لا زيات شوې۔د شورو په ورځ په سېنېټ كښې په وفاقي بجټ 2026-27 بحث كښې ده د ايران او امريکې ترمينځه خبرو اترو كښې پيش رفت او امن لوظنامې لپاره د پاکستان کردار لويه سفارتي کاميابي ګرځولو سره د وزيراعظم محمد شهباز شريف، فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار او داخله وزير محسن نقوي هلي ځلي وستائيلي۔ده ووئيل حکومت او رياستي ادارو په كډه هڅو د پاکستان نړيوال تشخص نور هم زيات کړو او د هېواد په اړه د يواځې والي تاثر ختم شوے۔ده د دفاعي بجټ زياتولو هركلې كولو سره ووئيل د هېواد د سلامتيا تقاضو ترمخه دا يو مهم اقدام دے دغسې پرمختيائي پروژو لپاره هم مناسب وسائل وركولو ته اړتيا ده چې د روزګار موقعې راپيدا شي او معاشي هلي ځلي وده ومومي۔