وفاقي بجټ په ريليف اډانه او پخوانيو بجټونو څخه مختلف دے ٬ معاشي استحكام ٬ ټېكس اصلاحات او د مؤثر انفورسمنټ د لارې مو مالي ګنجائش پېدا كولو سره تنخواه دارې طبقې ٬ برآمد كنندګان ٬ آئي ټي او د ځوانانو په شمول هرې څانګې ته په زړه پورې ريليف وركړو: عطاء تارړ

    اسلام آباد۔17جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ د راروان مالي كال 27۔2026ء وفاقی بجټ په ریلیف اډانه او پخوانيو بجټونو څخه مختلف ګرځولو سره وئيلي دي معاشي استحكام ٬ ټېكس اصلاحات او د مؤثر انفورسمنټ د لارې مو مالي ګنجائش پېدا كولو سره تنخواه دارې طبقې ٬ برآمد كنندګان ٬ آئي ټي او د ځوانانو په شمول هرې څانګې ته په زړه پورې …

 

 

اسلام آباد۔17جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ د راروان مالي كال 27۔2026ء وفاقی بجټ په ریلیف اډانه او پخوانيو بجټونو څخه مختلف ګرځولو سره وئيلي دي معاشي استحكام ٬ ټېكس اصلاحات او د مؤثر انفورسمنټ د لارې مو مالي ګنجائش پېدا كولو سره تنخواه دارې طبقې ٬ برآمد كنندګان ٬ آئي ټي او د ځوانانو په شمول هرې څانګې ته په زړه پورې ريليف وركړو، د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې مو معیشت د ډیفالټ خطرو٬ زياتې ګرانۍ او د زر مبادلې كمو زېرمو په څير چېلنجونو څخه ويستلو سره د استحكام په لاره روان كړو٬ د اېف بی آر اصلاحات، ډیجیټلائزېشن، د ټېکس نظام بهترۍ ، د لويو څانګو مؤثر وصول٬ هاؤسنګ او برآمدی څانګې لپاره مراعاتو ، ځوانانو لپاره پورونو او هنرمندۍ پروګرامونو ، په زرعي مشينرۍ د ډيوټۍ ختمولو او د آئي ټي او فري لانسرز لپاره آسانيو د لارې پراخا معاشي فعاليت او اولسي ريليف باوري كړے شو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د آن لائن بريفنګ په مهال وكړه۔ په دې موقعه د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني هم ده سره موجود و۔ ده ووئيل د پاك پروردګار په فضل په ريليف مشتمل بجټ تيار كړے شوے دے۔ ده ووئيل يو وخت و چې برآمد كنندګان لپاره اېل سيز پرانستل ګران و ، داسې صورتحال و چې ګراني 38 فيصد ته رسېدلې وه او تر 50 فيصد رسېدو پېشګوئي روانه وه ، د سود شرح 22 فيصد څخه زياته شوې وه ٬ ترسيلات زر كم شوي وو۔ عطاﺀ تارړ ووئيل په داسې سخت وخت كښې د مسلم ليګ نون مشرتابه معيشت  ته سهاره وركړه٬ د نواز شريف دوژن له مخې وزيراعظم شهباز شريف معاشي چارې مخ په وړاندې بوتلې۔ كه پېرس كښې آئي اېم اېف سره چارې ترسره شوې نه وې نو دا اندېښنه وه چې شايد هېواد ډيفالټ شي۔ ده ووئيل د تېرو دوه كلونو په سفر وزيراعظم بار بار وئيلي چې كله هم ګنجائش وموندلے شو اولس ته به ريليف وركولے شي۔ د اطلاعاتو وزير ووئيل حكومت په اېف بي آر كښې اصلاحات وكړل٬ د سفارش كلچر يۍ ختم كړو٬ دټېكس وصولۍ نظام يۍ سپېځلې كړو۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف وژن ښكاره و چې په ټېكس نه وركولو بوج اچولے كېدے نه شي۔ عطاﺀ تارړ ووئيل چې په فيس لېس سسټم كښې د تاخير يا ناجائزو مطالبو ګنجائش ختم شوے دے۔ ده ووئيل د چينو ٬ مشروبات ٬ سيمنټ او د تماكو په څير لويو صنعتونو د لويې منافعې ترلاسه كولو باوجود ټېكس نه ادا كولو۔ ده ووئيل په شوګر ملونو كښې كېمرې ولګولې شوې ٬ د انفارمېشن ټېکنالوجۍ نظام معارفي كړې شو٬  پېداوار او خرڅون نګراني پېل شوه۔ ددې اصلاحاتي عمل په نتيجه كښې يوازې شوګر انډسټي څخه 60 اربه روبۍ اضافي ټېكس ترلاسه شو۔ ده ووئيل د تماكو په صنعت كښې د دوسوه اربه روپو لېكېج و۔ ده ووئيل د اصلاحاتو په نتيجه كښې حكومت اولس ته د ريليف وركولو مالي ګنجائش پېدا كړو۔ وفاقي وزير ووئيل 50 زره روپۍ مياشت تنخا اغستونكې به هېڅ ټېكس نه وركوي٬ په 50 زره څخه تر يو لك روپۍ تنخا اغستونكي يو فيصد ټېكس مقرر كړے شے دے۔ وفاقي وزير ووئيل په بجټ كښې د هاؤسنګ سېكټر حوالې سره مهم اقدامات تجويز كړې شوي دي۔ د 5 او 10 مرلو كور يا پلاټ اغستلو او خرڅولو لپاره ټېكس زيات كم كړے شوے دے۔ خپل كور پروګرام لپاره 90 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي او 11 اربه روپۍ جاري كړې شوي دي۔ ده ووئيل زرعی او کاروباری پورونو څخه به 5 نيم لكه ځوان مستفيد شي۔ ده ووئيل دانش سكولز ٬ دانش پوهنتون په څير منصوبې مخ په وړاندې بوتللې شي دغسې چې ځوانانو ته د زده كړو ښې موقعې په لاس ورشي۔ عطاﺀ تارړ ووئيل چې په زرعي آلاتو هر قسمه ډيوټي ختمه كړې شوې ده۔ ده ووئيل د روان كال په مهال زرعی ګرېجوېټس نورو زده كړو لپاره چين ته ولېږلې شوو۔ ده ووئيل وزیراعظم شہباز شریف خپلې ډلې سره معاشي استحكام لپاره شپه او ورځ خواري وكړه۔ د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب ، فیلډ مارشل سید عاصم منیر ٬ اېس آئی ایف سی او ټولو همكارانو معاشي استحكام لپاره كار وكړو۔  ده ووئيل مسلم ليګ نون تل د هېواد خذمت كړے دے۔ دوه كاله كښی د زيات نه زيات ريليف پېدا كولو هڅه وكړې شاو مونږ خپل لوظونه وپالل

 

مزید خبریں