حکومت هېواد كښې زرعي څانګه جديد جوړولو لپاره په پراخه اصلاحات عمل كوي، دوو كلونو كښې د زيتون د تيل برآمدات  تر يو ارب ډالر رسول غواړو۔وفاقي وزيررانا تنوير حسين

  اسلام آباد 17 جون  (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين وئيلي دي حکومت هېواد كښې زرعي څانګه جديد جوړولو لپاره په پراخه اصلاحات عمل كوي چې پكښې د تخم ريګوليشن، تحقيق، کروندګرو په معاونت پروګرام او ويليو ايډډ برآمدات شامل دي، حکومت په دوو كلونو كښې د زيتون تيل برآمدات تر يو ارب ډالر رسول غواړي،په نړيواله كچه تاؤ ترېښوالي كښې …

 

اسلام آباد 17 جون  (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين وئيلي دي حکومت هېواد كښې زرعي څانګه جديد جوړولو لپاره په پراخه اصلاحات عمل كوي چې پكښې د تخم ريګوليشن، تحقيق، کروندګرو په معاونت پروګرام او ويليو ايډډ برآمدات شامل دي، حکومت په دوو كلونو كښې د زيتون تيل برآمدات تر يو ارب ډالر رسول غواړي،په نړيواله كچه تاؤ ترېښوالي كښې د  پاکستان  ثالثي ستائيلي،د هېواد په كچه هم قامي اتحاد ته اړتيا ده۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې راروان مالي كال په وفاقي بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره ده ووئيل حکومت د هېواد زرعي څانګه جديد جوړولو لپاره په پراخه اصلاحات عمل كوي چې پكښې ميکانائزيشن، د تخم ريګوليشن، تحقيق، کروندګرو معاونت پروګرام او ويليو ايډډ برآمدات شامل دي۔ده ووئيل حکومت ټيکنالوجي منتقل كولو او جديد کروندي تګلاري ته پام لرنه كوي دغسې چې پيداوار زيات شي۔ده ووئيل كله چې اوسنې حکومت 2024  كښې په اقتدار كښې راغلو نو هېواد كښې تقريبا 1,100 رجسټرډ تخم كمپنۍ وي،چې پكښې تقريباً 450 بدانتظامۍ كښې ككړ وي۔د هغې لائسنس منسوخ کړې شوي دغسې چې كروندګرو له معياري تصديق شوې تخم وركړې شي۔ نګراني قوي كولو لپاره حکومت نېشنل سيډ ريګوليټري اتھارټيجوړه كړي كومه چې يوه آزاده اداره ده او خپل بورډ آف ګورنر لري۔د هغې كار د تخم څانګه ريګوليټ کول او يواځې تصديق شوې بيج كروندګرو ته ورسول دي، چې ورسره به زرعي پيداوار محفوظ شي۔ وفاقي وزير ووئيل حکومت زرعي تحقيق ته ههم پام لرنه كوي او د پاکستان زرعي تحقيقي کونسل په بدلولو كار روان دے،په دې لړ كښې د چين اکيډمي آف ايګروکلچرل سائنسز سره مرسته پيل كړې شوي

مزید خبریں