قامي اسمبلۍ كښې په بجټ 32 ساعته بحث شوې ۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر

  اسلام آباد 17 جون  (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي قامي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال په بجټ تر اوسه 32 ساعته څخه زيات بحث شوې كوم به چې تر شورو ورځ بشپړ شي،دې نه پس د راروانو دوو ورځو کارروائي په اړه به په ګډه پریکړه كول وي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې غړو ته د بحث وخت په اړه  …

 

اسلام آباد 17 جون  (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي قامي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال په بجټ تر اوسه 32 ساعته څخه زيات بحث شوې كوم به چې تر شورو ورځ بشپړ شي،دې نه پس د راروانو دوو ورځو کارروائي په اړه به په ګډه پریکړه كول وي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې غړو ته د بحث وخت په اړه  ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) 36 غړو 7 ساعته 42 دقيقي بحث كښې برخه اخستي، 8 ساعته 12 دقيقي پاتي دي،د پاکستان پيپلز پارټی 31 غړو 10 ساعته 5 دقيقي بحث كښې برخه اخستي هغوي د خپل وخت څخه يو ساعت 10 دقيقي زيات بحث كړي،د اېم کيو اېم 10 غړو بحث كښې برخه اخستي او 2 ساعته او 51 دقيقي خبره ئې كړي چې پكښې هغوي د خپل ټاګلی وخت څخه 12 دقيقي زيات وخت اخستې۔ د اپوزيشن لوي ګوند (پي ټي آئي) 47 غړو 12 ساعته 12 دقيقي بحث كښې برخه اخستي كوم چې د ټاکلی وخت څخه دوه ساعته زيات دې۔دغسې جے يو پي، ايم ډبليو ايم هم د خپل  وخت څخه زيات وخت بحث كړي۔د مخالفي ډلي مشر يو ساعت 16 دقيقي تقرير کړې۔ده ووئيل پيپلز پارټی  او اېم کيو اېم خبره كول غواړي نو د مسلم ليګ (ن) څخه دې وخت واخلي۔ده ووئيل ټول  32 ساعته 4 دقيقي بحث شوې  او نن به 40 ساعته پوره شي

مزید خبریں