د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سره د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټي پلاوي وليدل،امن، معاشي استحکام او د بلوچستان پرمختګ لپاره د عزم پخلے

  اسلام آباد 17 جون  (اے پي پي) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان سره د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټي (پي اين اے پي) مرکزي چيئرمېن خوشحال خان کاکړ په مشرۍ كښې پلاوي وليدل۔د شورو په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د سېنېټ  ډپټي چيئرمېن سره د قامي اسمبلۍ غړي عادل خان بازئي او پخواني وفاقي وزير غالب خان هم جلا جلا ملاقات وکړل۔ …

 

اسلام آباد 17 جون  (اے پي پي) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان سره د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټي (پي اين اے پي) مرکزي چيئرمېن خوشحال خان کاکړ په مشرۍ كښې پلاوي وليدل۔د شورو په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د سېنېټ  ډپټي چيئرمېن سره د قامي اسمبلۍ غړي عادل خان بازئي او پخواني وفاقي وزير غالب خان هم جلا جلا ملاقات وکړل۔ د ملاقاتونو په مهال د سيمي په اوسنۍ وضعه، سياسي همغږۍ، قامي يووالي،د بلوچستان په پرمختګ او مهم معاشي ترجيحات په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د سېنېټ ډپټي چيئرمېن په رامخې ته شوې سيمه ايز او نړيوال صورتحال قابو موندلو لپاره د تعميري مکالمی او جمهوري عمل په اهميت زور راوړو۔د امريکې او ايران ترمينځه روانو سفارتي هڅو حواله وركولو سره ده هيله څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه كوم هم ممکنه مفاهمت يا لوظنامی سره به منطقه كښې امن، استحکام او معاشي اعتماد ته وده ترلاسه شي۔ده په دې خبره زور راوړو چی د  شخړو حل او تاؤ ترېښوالي كمولو لپاره سفارتکاري مؤثره لاره ده۔سيدال خان په مشکل حالات كښې د قامي ګټی تحفظ او داخلي و سيمه ايز استحکام په ځائې ساتلو كښې د پاکستان سياسي او عسکري قيادت کردار وستائيلو