نيويارك 21 ستمبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 81مې غونډه كښې ګډون لپاره نيويارك ته رسېدلے دے۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نيويارك ته په رسېدو په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي سفير عاصم افتخار احمد٬په امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعيد شيخ٬نيويارك كښې قونصل جنرل عامر احمد …
نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې ګډون لپاره نيويارك ته ورسېد
نيويارك 21 ستمبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 81مې غونډه كښې ګډون لپاره نيويارك ته رسېدلے دے۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نيويارك ته په رسېدو په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي سفير عاصم افتخار احمد٬په امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعيد شيخ٬نيويارك كښې قونصل جنرل عامر احمد غټوزئي او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن او نيويارك كښې د قونصليټ افسرانو د هغه هركلے وكړو۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د روانې اوونۍ په مهال د اعلٰی كچ ملاقاتونو او مصروفياتو يو بشپړ پروګرام لري ٬هغه به وزارتي فورمز كښې ګډون كوي او د پاكستان لپاره د اهميت وړ په كليدي چارو به د هېواد بيانيه او دريځ وړاندې كوي كومو كښې چې د ملګرو ملتونو ايجنډا ٬ دوه اړخيزه٬سيمه ايز او نړيوال ترجيحات شامل دي۔نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار به د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د يو اين جنرل اسمبلۍ غونډه كښې د ګډون نه علاوه خپل هم څنګو سره ګڼ ملاقاتونه كوي او په بيلو اعلې كچ هلو ځلو كښې به ګډون كوي۔










