د پرائيويټ حج سکيم  لپاره د پاك حج ايپ د لارې د  17 زره څخه د زياتو حج کوونكو بكنګ بشپړ شو

  اسلام آباد 21 ستمبر  (اے پي پي) د پرائيويټ حج سکيم  لپاره د پاك حج ايپ د لارې د 17 زره څخه د زياتو حج کوونكو بکنګ بشپړ شوے۔  د پرائيويټ حج سکيم بکنګ به تر 20 نومبر  روان وي۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې  د نېشنل آئي ټي بورډ ډيجيټل حج پورټل د لارې 14 اربه روپۍ د مجاز کمپنيو اکاونټس ته منتقل شوي۔ 6 اربه روپۍ …

 

اسلام آباد 21 ستمبر  (اے پي پي) د پرائيويټ حج سکيم  لپاره د پاك حج ايپ د لارې د 17 زره څخه د زياتو حج کوونكو بکنګ بشپړ شوے۔  د پرائيويټ حج سکيم بکنګ به تر 20 نومبر  روان وي۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې  د نېشنل آئي ټي بورډ ډيجيټل حج پورټل د لارې 14 اربه روپۍ د مجاز کمپنيو اکاونټس ته منتقل شوي۔ 6 اربه روپۍ ون لنك او د بينك کارډز د لارې آن لائن جمع شوي دي ۔ده ووئيل پرائيويټ حج سکيم كښې 54 زره چوكۍ اوس هم شته۔ د پرائيويټ سکيم ترمخه د حج خواهش لرونكي د كور څخه په پاك حج ايپ د خپلي خوښې پيکيج ټاكلې شي، د حج منظمې کمپني انتخاب او حج پيکيج ادائيګي يواځې د پاك حج ايپ د لارې كېدې شي۔د مذهبي چارو وزارت د اړخه كوم كس يا کمپني ته نيغ په نيغه ادائيګي نه شي كېدې، د پاك حج ايپ نه علاوه د نورو ذريعو د لارې د فراډ په صورت  به وزارت ذمه وار نه وي،د حج پورټل د لارې  د پرائيويټ حج سکيم بکنګ ډيډ لائن 20 نومبر مقرر دے۔