اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي نړيوال امن لپاره خبرو اترو او د سفارت کارۍ د لارې د شخړو هواري ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د امن نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وكړه۔ده ووئيل كوټلے امن د ملګرو ملتونو د چارټر اصولو احترام او مکالمې د لارې ترلاسه كيدے شي،پاکستان به د نړيوال امن …
نړيوال امن لپاره د خبرو اترو او سفارت کارۍ د لارې د شخړو هواري ته اړتيا ده۔سردار اياز صادق
اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي نړيوال امن لپاره خبرو اترو او د سفارت کارۍ د لارې د شخړو هواري ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د امن نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وكړه۔ده ووئيل كوټلے امن د ملګرو ملتونو د چارټر اصولو احترام او مکالمې د لارې ترلاسه كيدے شي،پاکستان به د نړيوال امن او استحکام لپاره خپل کردار روان ساتي،د پاکستان امن ډلي د تيرو څو لسيزو راهسې د ملګرو ملتونو امن مشنز كښې خدمات ترسره كوي۔ده ووئيل پاكستان په سيمه كښې تاؤ ترېښوالي ختمولو او د امن ودي لپاره هلي ځلي كوي۔سيمه كښې كوټلي امن لپاره د سلامتي کونسل قراردادونو له مخې د كشمير او فلسطين مسئلې حل ته اړتيا ده، يو برابر حقونو، انصاف او روادارۍ لپاره كوټلي امن ته اړتيا ده۔سردار اياز صادق ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د نړيوال امن لپاره لوي انساني و معاشي زيان پورته کړے،د امن ودې لپاره د پارليمانونو کردار ډېر اهميت لري۔










