اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د اسلام آباد ډي آئي جي علي وسيم د زيرو پوائنټ ناكې٬ آبپاره تهاڼې او د كوهسار دوره وكړه او د امنيتي انتظامات٬پوليسنګ چارو او وګړو ته د وركړے شوو آسانيو يې تفصيلي جاج واغست۔د اسلام آباد پوليس وياند له مخې د اسلام آباد ډي آئي جي د اسلام آباد زيرو پوائنټ په ناكه د امنيتي انتظامات او چيكنګ عمل څارنه وكړه او …
د اسلام آباد ډي آئي جي د زيرو پوائنټ ناكې٬ آبپاره تهاڼې او كوهسار دوره
اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د اسلام آباد ډي آئي جي علي وسيم د زيرو پوائنټ ناكې٬ آبپاره تهاڼې او د كوهسار دوره وكړه او د امنيتي انتظامات٬پوليسنګ چارو او وګړو ته د وركړے شوو آسانيو يې تفصيلي جاج واغست۔د اسلام آباد پوليس وياند له مخې د اسلام آباد ډي آئي جي د اسلام آباد زيرو پوائنټ په ناكه د امنيتي انتظامات او چيكنګ عمل څارنه وكړه او وظيفه ترسره كوونكو افسرانو ته د چمتو پاتې كېدو او د مشكوك كسانو او د ګاډو موثر چيكنګ باوري كولو يې هدايت وكړو۔ده د آبپاره تهاڼې او كوهسار كښې د فرنټ ډيسك٬ريكارډ روم او حوالات٬جومات او نورو څانګو څارنه هم وكړه او د صفائۍ٬په ميس كښې د خوراك معيار او پوليس اهلكارو ته د وركړے كېدونكو آسانيو يې هم جاج واغست۔ده په تهاڼو كښې د سائلين سره ملاقات وكړو ٬د هغوي مسئلې يې واورېدلې











