د پاكستان آټو انډسټري سباؤن د مسابقتي لوكلائزېشن او اليكټرك موبيلټي سره ترون لري۔د وزيراعظم د تجارت او صنعت كوآرډينيټر

  اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د تجارت او صنعت كوآرډينيټر رانا احسان افضل خان وئېلي دي  د پاكستان آټو انډسټري سباؤن د مسابقتي لوكلائزېشن او اليكټرك موبيلټي سره ترون لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان انټرنېشنل آټو شو 2026  په دويمه ورځ د لاهور انټرنېشنل ايكسپو سينټر كښې د پاكستان ايسوسي ايشن آف آټو موټويو پارټس اينډ ايسيسريز مينو فيكچررز تر سيوري لاندې سمپوزيم ته …

 

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د تجارت او صنعت كوآرډينيټر رانا احسان افضل خان وئېلي دي  د پاكستان آټو انډسټري سباؤن د مسابقتي لوكلائزېشن او اليكټرك موبيلټي سره ترون لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان انټرنېشنل آټو شو 2026  په دويمه ورځ د لاهور انټرنېشنل ايكسپو سينټر كښې د پاكستان ايسوسي ايشن آف آټو موټويو پارټس اينډ ايسيسريز مينو فيكچررز تر سيوري لاندې سمپوزيم ته د خاص مېلمه په حېث خطاب كولو په مهال وكړه۔د سمپوزيم موضوع”مسابقت- لوكلائزېشن او اليكټرك موبيلټي”وه۔خپل خطاب څخه وړاندې رانا احسان افضل خان د هېواد او نړيوالو كپمنو سټالز او PAAPAM يويليينز دوره وكړه۔ده د ګاډو جوړولو كښې د بيلو كمپنو٬په خاص توګه د رامخې ته شوو اليكټرك وهيكل مينو فيكچررز استازو سره ملاقاتونه وكړل او د پاكستان آټو موبائل صنعت پرمختګ كښې يې د هغوي كردار وستائېلو۔سپمپوزيم ته د وزيراعظم كوآرډينيټر ووئيل  آتو سيكټر كښې  د لوكلائزېشن عمل محض تر ځايې پیداوار محدود نه دے پكار بلكې دا په نړيواله او ځايې كچه مسابقت٬ښه معيار٬  د باور وړ مصنوعات او صارفين   ته د زيات انتخاب وركولو اهداف څخه هم آهنګ كول وي۔ده ووئيل په پاكستان كښې د جوړېدونكې هر ګاډي وروستو د پرزو جوړونكو٬انجينئرز٬تكنيكي پوهانو او د كاركنانو پشمول يو پراخه سپلائي چين موجود دے۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت سرمايه كارۍ او صنعتي پرمختګ لپاره سازګار ماحول وركولو سره يو داسې پالېسي به روانه ساتي كومه به چې جامع٬مستقل٬سپيځلې او ټول سټيك هولډرز لپاره منصفانه وي۔